<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-19 18:35:02    
د جوار او ادرک د درملني رول

 


cri

ټولو ته معلومه ده چه جوار ډير ښه خوارک دي او ډول ډول مغذي مادې پکې پيدا کيږي ٠ د تغذيه پيژندونکو په نظر له سلو سانتي ګرامو وچو جوارو څخه اته اعشاريه اوه سانتې ګرامه پروتين ، څلور اعشاريه دري غوړي ، نژدي دري ميلي ګرامه فسفر، لس ميلي ګرامه کلسم ، دري اعشاريه يو ميلي ګرامه اوسپنه او د وجود له پاره نور لازم عناصر جدوړيږي چه دري سره څلور شپيته کيلو کالوري تري توليديړي ٠ دغه راز له جوارو څخه زيات ډولونه ويتامين لکه ويتامين اي ، ويتامين بي ١ ، بي ٢ او بي ٦ پيدا کيږي ٠ نو د جوارو غوړي د وينې د فشار او د زړه د ناروغۍ د وقايي له پاره ډيره فايده لري او د کلسترول په کمولو کې هم رول لري ٠ هغه سلولوز چه په جوارو کې پيدا کيږي ، له وريجو او اوړو څخه هم اوه اته چنده زيات دي ٠ نو د جوارو زيات خوراک د کولمو د ناروغيو د مخنيوي او د قبضيت د له منځه وړلو له پاره ډيره ګټه لري ٠ دغه را د جوارو .يرۍ د ادرارو د زياتوالي ، د وينو د فشار د ټيټوالي او د وينو د غوټه کيدو د مخنيوي له پاره رول لري ٠ که څوک د جوارو هغه ږيرۍ چه ګرده يي نه وي توي شوي ، راغونډه او وچه کړي او په اوبو کې يي د چاي په شان جوش کړي او اوبه يي وڅښي ، د پښتورګۍ ، مثانې او صفرا د ناروغيو د علاج او و وينو د فشار د ټيټوالي له پاره ډيره فايده لري ٠ لنډه دا چه د جوارو زيات خوړل د صحت له پاره ډيره ګټه لري ٠

بله خبره دا ده چه زنجبيل يا ادرک د خولو توئيدو او په وجود کې د سړو د ليري کيدو او ځينو تکليفونو د ليري کولو له پاره ډيره ګټه لري ٠ د جاپان د عالمانو په نظر په ادرک کې يو ډول کيمياوي مواد فيل پيدا کيږي ٠ فنل د صفرا په مايع کې د مادو د توازن د ساتلو رول لري ٠ او په صفرا کې د تيږو د رامنځته کيدو مخه نيسي ٠ څوک چه د کب د خوړلو نه وروسته ولټې کوي يا يي خيټه خوږيږي ، کولي شي چه هغه اوبه وڅښي چه ادرک او ګوړه پکې اچول شوي وي ٠ که څوک په غلط ډول زهرجن وحشي سبزي وخوري او ژبه يي بي حسه شي ، د تازع ادرک د ژوولو نه وروسته به دغه خطرناکه علامه ورو ورو کمه شي ٠ بر سيره پر دي ادرک يا زنجبيل د سپين ږيرو او سپين سرو د وچې غاړې د التهاب ، د لاسونو او پښو د پړسوب ، ټوخي او سردردي د علاج له پاره هم ګټه لري ٠ ناروغان کولي شي چه هره ورځ دوه يا دري ځله هغه جوش اوبه وڅښي چه ميده ميده شوي زنجبيل او مناسب بوره پکې اچول شوي دي ٠

بله د توجه وړ خبره دا ده چه د سرکې خوړل هم د روغتيا له پاره ګټور دي ٠ سرکه د نشايستې د تخمير نه وروسته توليديږي او شل ډوله امين اسيد او شپاړلس ډوله ارګانيک اسيد پکې شامل دي ٠ سرکه د اتو ډولو مضرو جراثيمو د وژلو او کلسترول د کموالي ، د زوه د ناروغيو، د وينو د فشار او سرطان د وقايي رول لري ٠ بر سيره پر دي سرکه د معدې د شيرو د ترشح او د اشتهاه د زياتوالي او د پوستکې د ښکلا له پاره هم ګټه لري ٠ نو زيات کسان دا عادت لري چه د ډوډۍ خوړلو نه د مخه لږ څه ترشيجات خوري ٠ که څه هم د سرکې خوړل د انسان له پاره ډير ګټور دي ، خو بايد په مناسبه اندازه وخوړل شي ٠ د بالغانو له پاره هره ورځ له شلو نه تر څلري ويشتو ګرامو پوره سرکه مناسبه ده او په ورځ کې بايد له سلو ګرامو نه زياته سرکه و نه خوړل شي ٠ په تيره بيا سپين ږيري او سپين سري بايد کمه سرکه وخوري ٠ ځکه چه د چين په مشهور طبي کتاب کې ليکل شوي چه زياته سرکه خوړل هډوکو او پښتورګۍ ته ضرر رسوي ٠ دغه راز سرکه د کلسيوم د متابوليزم رول لري چه په نتيجه کې به د هډوکو د نرموالي سبب وګرزي ٠ نو ځکه هغه ناروغان چه د معدې په قرحي ، د صفرا او پښتورګۍ په التهاب او د وينو د شجفشار په ټيټوالي اخته دي بايد سرکه و نه خوري ٠