<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-19 18:49:16    
مونږ او اوريدونکي

cri

د مونږ او اوريدونکی د خپرونی عزتمنو اوريدونکو زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين چونګ مو په ګيډی ګيډی سلامونو نمانځو او ستاسو د خوښۍ او روغتيا په هيله ددی اونی د خپرونی په وړاندی کولو پيل کوو .هيله ده چه دخپرونی تر پايه پوری زمونږ ملګرتيا وکړی .

چين چونګ___ رمز صاحب اوريدونکی به ډير په انتظار کښی نه پريږدو او د ليکونو په لوستلو به پيل وکړو .

رمز ___ دا لومړی ليک زمونږ دايمی اوريدونکی او دوست محمدی عارف عرفان راليږلی دی .البته دوی داريانا د کلب مشری هم په غاړه لری او ليک يی د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری څخه رااستولی دی .

چين چونګ __ عرفان صاحب په خپل ليک څه ليکلی دی .

رمز __ محمد عارف عرفان خپل ليک داسی پيل کوی . دچين د بين المللی راډيو پښتو څانګی ټولو کارکوونکو ته د خندا ډک سلامونه وړاندی کوم .خصوصا عنايت الله رمز او چين چونګ خور ته بيا زياتوی :داريانا د کلب ملګری دی عبدالغياث همراز ، خان محمد خاکسار ، سردار احمدی ، امان الله امان ، سيدا ګل همکار ، نثار احمد احمدی ، قدرت الله ارمانی ، طارق الله همدرد او فضل الله .او د ليک په پای کښی ليکی چه ښايی چه مونږ ټول مهاجرين د پاکستان څخه بيرته خپل وطن ته ستانه شو او يوازی لږه موده به دلته پاتی يو . مونږ دا هيله لرو چه په اففانستان کښی پوست بکس خلاص کړی ترڅو مونږ په اسانه توګه تاسو ته ليک درواستوو .

چين چونګ __ د محمد عارف عرفان او د اريانا د کلب د ټولو غړو نه مننه کوو

چه تل مونږ ته ليکونه رااستوی .سلامونه ته يی وعليک وايو او مونږ هم خپل سلامونه دوی ته وړاندی کوو . په افغانستان کښی د پوست بکس د پرانيستلو په هکله ستاسو هميشنی غوښتنه به يو ځل بيا خپلو چارواکو ته ورسوو . هر کله چه يی په دی اړوند پريکړه وکړه ، تاسو به هم پری خبر کړو .

رمز __ دا ليک هم د مانسهری نه داريانا د کلب غړی نثار احمد احمدی راليږلی دی . دی ليکی : زه د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسيدونکی يم او اوس په پاکستان کښی د مهاجرت شپی او ورځی تيروم او بيا يی مونږ ته داسی درانه سلامونه ليکلی دی . زه نثار احمد احمدی دچين د بين المللی راډيو ټولو کارکوونکو ته ټن ټن ، من من ، غرونه ، غرونه لکه د اسمان د ستورو په شان غريبانه سلامونه وړاندی کوم . بيا زياتوی چه زما ملګری دی . راز محمد طوفان داد محمد سيلاب ، ګل احمد وفا ، خان محمد تقوا، فدا محمد فدا ، علی محمد خاکسار ،شير محمد وفا او مامور خان وفا ..

بيا د ليک په بله برخه کښی ليکی چه په افغانستان کښی زما پلار تاج محمد مسلميار ته هم د هوا په څپو کښی زما سلامونه ورسوی .همدا شان دليک په پای کښی وايی مونږ ټول هره ورځ دچين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه په ډيرشوق اوذوق سره اورو . پاکټ می په پور اخيستی دی . د عنايت الله رمز او چين چونګ څخه ډيره زياته ګيله لرم ما ډير ليکونه درواستول ، خو يو ځل مو ما ته پاکټونه

راونه ليږل .

چين چونګ : محترم ورور نثار احمد احمدی ته مونږ هم درانه او ځولی ځولی سلامونه وړاندی کوو .ستا ګيله په سترګو منو . خو بايد ووايوچه ستاسو هر ليک

چه مونږ ته رارسيدلی دی ، هغه مو نشر کړی دی .د پاکټونو په هکله بايد ووايو چه زمونږ پوسته يو څه ځنډيدلی وه دا دی په څو ليکونو کښی مو تاسو ته پاکټونه واستول هيله ده چه پخپل وخت هغه تر لاسه کړی، ستاسو ددی وړانديز په هکله چه پو کابل کښی پوست بکس پرانيزو، پوره متوجه يو کله چه ستاسو دغه غوښتنه د حل لاره وموندله ،نو تاسو به هم پری خبر کړو .دغه شان ستاسو سلامونه مو هم ستاسو پلار ته خپاره کړل هيله ده چه اوريدلی يی وی .

رمز ___ چين چونګ جانی د مانسهری نه د اريانا د کلب دغړو ډير ليکونه مونږ ته رارسيدلی دی او د نوموړی کلب غړی زمونږ دايمی اوريدونکی دی او په دوامداره توګه مونږ ته ليکونه رااستوی چه ورڅخه ډيره مننه کوو او دا ليک هم د مانسهری نه داريانا د کلب بل غړی محترم قدرت الله ارمانی راليږلی دی ، هغه هم د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسيدونکی دی او اوس په پاکستان کښی مهاجر دی .ښاغلی قدرت الله ارمانی د سلامونو نه وروسته دخپلو نورو ملګرو په شان له مونږ څخه ګيله من وی او وايی چه ما ته مو مجلی او پاکټونه نه دی استولی او خپل ملګری داسی معرفی کوی . حسين خان قلم يار ،عبدالمنان حيدری ، عبدالمالک تقوا، هدايت الله قادری او عبدالقدير وفا او بيا ليکی چه په افغانستان کښی زما ماماګان دی هر يو نورالدين ،سيلاب او غلام محی الدين چه ور ته د هوا په څپو کښی خپل سلامونه وړاندی کوم او بيا يی د مطبوعاتو او پاکټونو غوښتنه کړی ده .

چين چونګ __د ښاغلی قدرت الله ارمانی سلامونو ته وعليک وايو ،هيله ده چه زمونږ سلامونه هم ومنی . ستاسو سلامونه مو د هوا په څپو کښی ستاسو ماماګانو ته خپاره کړل . هيله ده چه اوريدلی يی وی .مطبوعات او پاکټونه مو دمخه دراستولی

دی خوشحاله اوسی .بيا هم د مانسهری نه ليک لرو خو دا ليک د يو بل ارمانی دی .زمونږ دغه ورور نور جان ارمانی دی . ددوی اصلی ځای دبغلان ولايت د پلخمری ولسوالی څخه دی او اوس په پاکستان کښی د مهاجرت شپی او ورځی تيروی .

نور جان ارمان د سلامونو نه وروسته ليکی چه مونږ هر وخت د چين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه اورو او ټول پروګرامونه مو ډير خوښ دی ، البته ارمانی صاحب په خپل ليک کښی خپل ملګری بهايی پاسوال ، اول ګل جګرخون ، محمد جان محمدی ، داود احمدزی او وړوکی شميم معرفی کوی .

چين چونګ __ نورجان ارمان او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . هيله ده چه په راتلونکی کښی هم ليکونه راواستوی .

رمز ___ وايی

کاغزه ورشه په هوا شه

دچين د راډيو په کارکوونکو وايه سلامونه

خط می ليکه قلم می مات شو .

د جانان نوم می نيمګړی پاتی شو نه

دا په لنډيو ښکلی شوی ليک د ننګرهار د ولايت اوسيدونکی طارق الله همدرد چه اوس په پاکستان کښی مهاجر دی راليږلی . بايد ووايم چه طارق الله همدرد هم په مانسهره کښی ژوند کوی او د اريانا دکلب غړی د ی،.محترم همدرد صاحب د لنډيو په ترڅ کښی دسلامونو نه وروسته بيا هم په تګرار وايی چه زما د زړه له کومی ګيډی ګيډی ګلونه ګلونه سلامونه قبول کړی او وروسته د خپلو ملګرو نومونه هر يو لطيف الله وفا، عبدالصبور صابری ،مير عالم او امان الله امان معرفی کوی .دوی هم د

پاکټونو غوښتنه کړی ده او د همدرد صاحب دوهم ليک هم په همدی مضمون مونږ ته رارسيدلی دی .

چين چونګ __ محترم طارق الله همدرد او ټولوملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو .هيله ده چه د تل په شان ليکونه راواستوی .

رمز__ او د نن خپرونی دا وروستی ليک هم د پاکستان دصوبه سرحد مانسهری نه علام رسول راليږلی دی هم د اريانا د کلب غړی دی، د سلامونو نه وروسته ليکی زما ملګری دی .ګل رسول ، سيدا ګل همکار ،جنت ګل ، عنايت الله خياط ، برهان الدين خياط او ريحان الدين خياط او وايی چه ما څلور ليکونه استولی ، خو ځواب می نه دی تر لاسه کړی او په پای ليکی چه ما ته د شاولی او شراری په اواز کښی سندره خپره کړی.

چين چونګ __ د محترم ورور علام رسول سلامونو ته وعليک وايو . ستاسو تير ليکونه مو هم خپاره کړی دی . مطبوعات او پاکټونه مو هم استولی دی .خو د شاولی او شراری په غږ کښی سندره نه لرو . خوشحاله اوسی .