د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ، بين المللی ټولنی په نولسمه نيټه په اسلام اباد کی د پاکستان سره د مرستی لپاره په نړيواله غونډه کی ژمنه وکړه چه د پاکستان د زلزلی ځپلوسيمو ته د پنځو ملياردو او څلورو سوو مليونو امريکايی ډالرو په ارزښت مرسته ورکړی .
د چين د خارجه وزارت د مرستيال وو دا وی په مشرۍ حکومت هيات په نوموړی غونډه کی وويل چه د چين حکومت به د بلاکوټ په سيمه کی يو روغتون ، يو ښوونځی او د زلزلی د څيړنی يو مرکز جوړ کړی . دغه راز يی د کاراکورام د عمومی سړک د ترميمولو په هکله هم ژمنه وکړه او د پاکستان حکومت ته به د درو سوو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت امتيازی کريدتونه هم برابر کړی .
په نوموړی غونډه کی د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د زلزلی د ځپلو سيمو د بيا رغاونی په باب يو پلان اعلان کړ .