<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-20 19:17:47    
د عراق مرکز بغداد

cri

بغداد د عراق په مرکزی سيمه کی ډير لرغونی ښار دی او د دجلی سيند له دی ښار څخه تيريږی ، دغه ښار د عراق د بل مشهور سيند فرات نه يوازی ديرش کيلو متره فاصله لری ٠ بغداد ته د ننوتلو نه وروسته سل لرغونی اثار او جوماتونه تر سترګو کيږی چی په منځنی پيړۍ کی جوړ شوی وو، په بازارونو کی ئی ډيره ګڼه ګوڼه ده او د لارو په دواړو خواوو کی د خرما جګی ونی قطار په قطار ولاړی دی٠ هغه مجللی شاهی ماڼی ، ښکلی انګړونه او ځانګړی رسمونه چی په عربی لرغونی ادبی کليله ودمنه کی تر سيم شوی وو، د بغداد ښار سره اړيکی لری، نو بغداد د کليله او د منه اصلی ځای په نامه ياديږی٠ په ٧٥٤ کال کی بغداد يوه وړوکی علاقه داری وه، خو د عباسيانو د سلسلی دوهم خليفه منصور کشف کړه چی د دغه ځای ستراتيژيکی موقعيت ډير مهم او اقليم ئی هم ښه دی، نو په پخپله يی د ښار د جوړولو پلان ډيزاين کړ او او د لکو تنو ماهرو صنعتګرانو او کارګرو د څلورو کالو د زيارونو نه وروسته يو نوی ښکلی ښار جوړ شو چی دايروی شکل لری٠ څرنګه چی بغداد د دجلی سيند په غاړه کی پروت دی ، نو د بيړيو په واسطه د ترانسپورت زمينه ډيره مناسبه وه، نو په يوه موده کی بغداد د هيواد په لومړی لوی ښار او اقتصادی ، کلتوری او ترانسپورتی مرکز بدل شو٠ له ٧٨٦ کاله نه تر ٨٣٣ کاله پوری د بغداد د ابادی موده وه او په ښار کی ډيری ودانی جوړی شوی چی عربی ساختمانی شکل لری، په هغه وخت کی بغداد په منځنی ختيځ کی د ډير مهم کلتوری او تجارتی مرکز په توګه د چين د تان سلسلی د پايتخت سی ان ښار او د بيزانس امپراطور د مرکز استامبول سره يو ځای د نړۍ د درو مشهورو ښارونو په توګه ډير شهرت وموند٠ بغداد د عربی

امپراطور د پايتخت په حيث يو زرو دوه سوه کاله تاريخ لری، څرنګه چی دغه ښار د دجلی او فرات سيندونو په منځنی برخه کی واقع دی نو ځکه دغه ځای د بشری تمدن د زانګو په حيث شميرل کيږی او جغرافيايی موقعيت يی ډير مهم دی٠ د نورو تاريخی ښارونو په شان په تيره اوږده لرغونی زمانه کی بغداد هم کله اباد او کله کمزوری ښکاريده٠ په ١٢٥٨ او ١٤٠٠ کال کی بغداد دوه واره د مغوليانو د تيريو په اثر تباه شو، ورپسی د فارسيانو او ترکمانو لخوا ونيول شو٠ د بهرنيو د ښمنانو د تيريو له امله د بغداد په ښار کی ډيری کنډوالی لا تر اوسه ليدل کيږی او ډير ارزښتناک لرغونی هنری شيان ئی هم ويجاړ يا لوټ شوی وو٠ نن ورځ بغداد يو وار بيا د جګړی په اثر ويجاړ شو او د اميرکی او برتانيی د ګډ فوځ د اشغال نه وروسته په ښار کی ګډوډی پيدا شوی او د بغداد په موزيمونو کی ايښودل شوی ډير زيات تاريخی اثار لوټ شويدی چی دا د ټولو انسانانو ګډه دارايی وه٠ د بغداد په موزيم کی د ١٩٢١ کال راهيسی د کيندل شويو تاريخی شيانو نه زياته برخه ساتل شويده چی نه يوازی دوه زره پنځه سوه کاله دمخه د ميخی خطونو اسناد ، سره زر او هغه چنګ پکی ايښودل شوی وو چی له لرګيو څخه جوړ شوی او په ملغلرو مرصع شوی و٠ په بغداد کی د مشهورو جوماتونو نه د نړۍ لومړی پوهنتون هم شته چی په ١٢٢٧ کال کی جوړ شو ، په تيره بيا هغه باغ چی د بابل د هوايی باغ په تقليد په يوی لوړی سيمی باندی جوړ شو او په باغ کی د لرغونی ماڼيو، ډبرينو طبقو او ديوالونو کنډوالی يی د ونو او ګلانو په منځ کی پراته دی ، له ليری نه وينو چی دغه هوايی باغ لکه په وريځو کی پاتی دی٠ بغداد په کليله اددمنه کی يو ښکلی ښار ځرګندشوی، خو دا يوازی د خيال نه ډکه دنيا ده، واقعی بغداد لکه يوه ځلانده ملغلره ده چی دجلی سيند په دواړو غارو کی پروت دی٠