<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-20 19:51:28    
ګلابی دانی

cri

ګرمۍ خپسې خپلې منګولې خښې کړې وې ، دتاوده لمر دوړانګو نېزې به پر بدن داسې لګېدې ، تا به وېل چې ګوندې له ليزر شعاع سره مخ يم ٠په اډه کې ډول ډول غټو اوکوچنيو موټرو سپرلۍ ته انتظار ويست په لوړ غږ جلال آباد ، جلالآباد ويلو دکېلنډرانوستوني وچ شول، ديو کاستر دکيلنډر چې پر ما ستر ګې ولګېدې نو را منډه يې کړه له لاسه يې ونيولم او بې سوال او ځوابه يې دموټر دروازې ته راښکلم٠ ما ځان کلک کړودرېدم :وروره خېرېت خو دى ؟ ته خو لومړى ځان پوه کړه چې زه پر دې موټر کې ځم او که نه؟٠٠٠ خو هغه زما خبرې په نيمه کې غوڅې کړې : ( (بسلمانه يو نفر کم ده ور خېزه څې روانيږي پراخه سيټ ده که نه همدلته به ولاړ يې٠)) زه چې موټر ته وروختم ، رښتيا هم چې دډريور شاته درې کسيز سيټ کې يو هلک او دوه ښځې ناستې وې ،خو دهمدې سېټ پر برابرۍ ددروازې خواته يو کسيز سېټ خالي وو٠ بيک مې مخي ته کېښود او په همدې سيټ کښېناستم ٠ډريور داډې پرچه راواخېسته موټر روان شو ،ټولو مسافرېنو هسک ته دخپلې عاجزۍ دښودلو او دعا لاسونه پورته کړل٠دڅوشېبو لپاره مطلقه چوپتيا حا کمه وه خوډريور دنغمې دکېسټ په ايښودلو سره ، په لومړي ځل شونډو ته دسپړيدلو چانس ورکړ((استاده غږ يې ټيټ کړه)) بل به غږ کړ (( مونږ يې نه اورو دا وروستي لا سپېکرونه يې بند کړه))ما او زما تر څنګ دښځو خواته ناست هلک ته هم دخبرو پلمه په لاس ورغله او دکسټ په اړه مودخلکو په قضاوت تبصرې پيل کړې ٠دکاستر په دې درې کسيز سېټ زما خواته همدا هلک ، خواته يې يوه دپاخه عمر ښځه اودښځې ترڅنګ شيشې سره يوه بله انجلۍ ناسته وه چې دښاريانو په څېر يې دسپين څادر پيڅکه له پوزې تاوه کړې وه زما او ددې هلک خبرو ، ددې انجلۍ پام هم مونږ ته کړ او په لومړي ځل يې نيم پټ مخ زمونږ لور ته راواړاوه کله چې زما او دهغې سترګې وجنګېدې نو ساه مې پر بدن کې تيروبيره شوه،له ويښتو تر پوندو مې ټول بدن لکه په ستنو چوخ چو خ او ميږي ميږي شودا سترګې ، لکه چې سترګې نه ،برېښنا وي ، ټول بدن ته يې جټکه راکړه ، دې سترګو په خپل برېښنايي ټکان ، زما دستر ګو په رګو کې وينه وچه کړه ، دومره يې وزبېښلې چې نور يې دخوځېدو مجال نه وو ، همداسې بې سېکه او بې حر کته دهغو سترګو ، په کاسو کې پا تې شوې ٠نور نو زه نه پوهېدم چې خواکې ناست ملګرى مې څه وايي خو کله کله دده دتېر اېستلو په خاطر ورته سر خو ځوم او دا ډول تا ثر ور کوم چې ګوندې خبرو ته يې زما پام دى٠

تور سرک دوږي ښامار په څېر دموټر دټايرونو لاندې ځغلي ٠ زه په دې فکر کې يم چې له ستر ګو سره مې څه ډول مرسته وکړم چې لږه ساه په کې وغوړيږي او ددې سترګو ، له خم نه درا وتلو متره په کې پېدا شي ، له نيم نه ډير مخ يې پټ دى،پوزه يې هم تاوه ده ،يوازې دتندي او داننګو برنۍبرخه کې يې دسپين ململ ته ورته پوستکي لاندې ګلابي دانې ښکارېدې ؛زه ټول سوچ سوچ ګرځېدلى يم چې څنګه به وکولى شم هغه مخ ټول وګورم چې د دا ډول جادو ګرو سترګو دکوربه توب وېاړ لري ٠ ګرمۍ ټوله سپرلۍ تږې کړه ډرېور ته يې دموټر ودرولو غږ وکړ ، ډر ېور هم ديو بازار تر څنګه موټر دسرک غاړې ته کړ، دانجلۍ تر څنګ دناست هلک او ښځې په شمول ټوله سپرلۍله موټره ښکته شوه . زه هم وروستى کس وم چې له موټره ښکته شوم خو انجلۍ کراره په خپل څوکۍ ناسته وه نه مې تنده په ياد وه او نه ګرمي ،اخوا ور تاو شوم ، دډريور د دروازې تر څنګ ودرېدم او له شيشو څخه چې دګرمۍ له لامله ټولې خلاصې وې هغه څارم ، سترګې مې له سترګو لاند ې په هماغې نښتي دي ، انجلۍ پکى راواخېست او ځانته يې وهل پېل کړل په همدې وخت کې هلک داوبو ډک ګيلاس په لاس موټر ته وروخوت او هغې ته يې ور وړاندې کړ ،انجلۍ ګيلاس واخېست او داوبو څښلو لپاره يې دوه ګوتې دکيڼ غوږ خواته وړاندې کړې ، دڅادر پيڅکه يې خلاصه کړه ، مخ يې لوڅ کړ ، شو نډو ته ورته ګلاب يې په ګيلاس کيښودل او ددې په دې کوچني حرکت سره زما له لاس او پښو دمه وختله،دزړه شيشه مې يې٠دانه وانه کړه ٠ دزړه دشاهين وزرې مې وسوځېدې ، په ځمکه راولوېد٠ له ځانه مې پوښتنې پېل کړې :دا به پيغله وي او که واده ؟دابه دکوم ځاى وي ؟ دکومې کورنۍ او دچالور به وي ؟ له رنګ او جامو خو ښارۍ او لوستواله ښکاري چې ښارۍ به وي او که کليواله ؟آيا کله به هم ددې ګل په ليدلو زما دسترګو ليد ډېر شي ؟ آيا دا به زمونږ جونګړه قبوله کړي؟بيا وايم چې دا ډول ګل کله څوک په بوټي کې پريږدي !! هرومرو به واده وي او کيدلى شي چې همدا تر څنګ ناست هلک يې ميړه وي ٠ دې ځوان ته مې زړه کې کينه راوپارېده ٠موټر چې روان شو نودې هلک او انجلۍ ډېره خوږه مرکه پېل کړه په دومره ورو اوله حيا څخه دک غږ چې ايله همدوى اوريده ، کله کله به يو بل ته مسکي شول چې زما دکينې په اور به يې نور هم پطرول وشيندل له ځانه سره کرم او ريبم چې په هر ډول وي ددې انجلۍ دکور درک به معلوموم ، داسې تصميم مې ونيوه چې دوى هر چېرته ښکته شول نو زه به هم هملته ښکته کېږم ، دوى به تعقيبوم او په داسې ډول به د دو ى کور ګورم چې دوى راباندې پوه هم نه شي٠ له هلک سره دخبرو په ترڅ کې دومره پوه شوى وم چې نوموړى دننګرهار پوهنتون محصل دى٠

موټر جلال آباد کې اډې ته ورسېد سپرلۍ ښکته کېدل پېل کړل. دې هلک ډريور ته وويل چې استاده له ما سره ناروغ دى نو که تر مخابراتو چوک پورې مې ورسوې احسانمن (منندوى) به دې يم ٠ ډريور هم ورسره ومنله ما هم ورته پلمه وکړه چې زه هم مخابراتو ته ځم ، په سوچ کې شوم چې په دوى کې خو يو هم ناروغ نه ښکاري او بيا دومره کلک ناروغ چې له موټره هم ښکته کېدلى ونه شي ؟ بيامې له ځان سره وويل چې کېدلى شي چې داښځه به ناروغه وي٠

موټر دمخابراتوچوک دکابل زړې اډې تر څنګ ودرېد ښځه او هلک دواړه ښکته شول سامانونه يې لاندې کېښودل خوانجلۍ له ځايه هم نه خوځيږي ، ما له خپل بېک سره ځان غولاوه چې په همدې کې هلک راغى دانجلۍ دسېټ مخې ته کښيناست ، شا يې وروړاندې کړه اوورته يې ووېل:( (خورې راپه شا شه ))انجلۍ يې هم له غاړې لاسونه ورتاو کړل او ورپه شا شوه . ومې ليدل چې انجلۍ دواړه پښې فلج او بيخي وچې شوي دي انجلۍ ترې وپوښتل : چېر ته ځو ؟ هلک ورته وويل خورې هماغه ډاکتر ته دې بيايم چې ستا له ملا څخه يې پرچې ويستې دي ٠