<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-21 17:24:44    
د چين د روغتيا وزير وويل ، په چين کی د مرغانو د انفلونزا سرايت تر کنترول لاندی نيول شوی دی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د روغتيا وزير ګاو چيانګ وويل چه اوس په چين کی د مرغانو د انفلونزا سرايت تر کنترول لاندی نيول شوی دی او د نوموړی ساری ناروغۍ د څارنی او کنترول کار په علمی او منظم ډول ترسره کيږی .

ګاو چيانګ د نوامبر په شلمه نيټه د سين هوا اژانس له خبريال سره د مرکی په ترڅ کی نوموړی خبری وکړې . هغه وويل ، د لياو نينګ ولايت د هۍ شان په ولسوالی کی چه پکی د مرغانو د انفلونزا سرايت سختوالی وموند ، په تيرو مسلسلو لسو ورځو کی په نوموړی ساری ناروغۍ اخته شوی بل چرګ نه دی موندل شوی . که څه هم په نورو سيمو کی کله نا کله د مرغانود انفلونزا ناروغی موندل کيږی ، خو يو لوی علت يی د مهاجرو مرغانو له انتقال سره رابطه لری ، يقين دی چه د مهاجرو مرغانو د الوتلو د جريان په ختميدو سره به د چين په شمال کی د نوموړی ناروغی د خپريدو مخه ونيول شی .