<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-21 17:46:59    
د کوريايی ټاپووزمی د ذروی مسئلی د راپيداکيدو مبدأ او ريشی( ٢)

cri

ګرانو اوريدونکو ، د کوريايی ټاپووزمی د ذروی مسئلی په باب خبری اتری روانی دی او د مخکنيو څلورو پړاؤ د خبرواترو پر اساس د نوامبر له نهمی نه تر يوولسمی نيټې پوری د پنځم پړاو د لومړنی مرحلی غونډه هم وشوه . په تيره اونۍ کی د کوريايی ټاپووزمی د ذروی مسئلی د راپيداکيدو د مبدأ او ريشی په باب د اړوندو معلوماتو لومړنی برخه مو تاسو ته وړاندی کړی وه ، اوس به يی دوهمه برخه واورئ .

په سوله ايز ډول د کوريايی ټاپووزمی د ذروی بحران د ليری کولو په غرض چين او د بين المللی ټولنی اړوندو مختلفو خواؤ ډير زيات کارونه ترسره کړی دی . د ٢٠٠٣ کال د اپريل په مياشت کی د چين ، ديموکراتيکی کوريا او امريکی ترمنځ خبری اتری په بيجينګ کی وشوې . د همدی کال په اګيسټ کی د چين تر رياست لاندی د کوريايی ټاپووزمی د ذروی مسئلی په هکله د چين ، ديموکراتيکی کوريا ، امريکی ، د کوريا جمهوريت ، روسيی او جاپان په ګډون د شپږو خواؤ د خبرواترو لومړی پړاؤ په بيجينګ کی جوړ شوی ؤ . .

د ٢٠٠٤ کال د فبروری په پنځه ويشتمه نيټه په بيجينګ کی د نوموړو خبرواترو په دوهم پړاؤ کی نه يوازی واقعی موضوع وڅيړل شوه ، بلکی لومړنی رييسه اعلاميه خپره شوه او د خبرواترو د دريم پړاؤ ځای او مهال او د کاری ګروپ په جوړيدو سره د خبرواترو د بهير د پرمخبيولو ميکانيزم هم ټاکل شوی ؤ .

د ٢٠٠٤کال د جون له ٢٣ نه تر ٢٦ نيټې پوری د بيجينګ د نوموړو خبرواترو

دريم پړاؤ نه وروسته د غونډی په خپره شوی اعلاميه کی ويل شوی چه مختلفو

خواؤ کاری ګروپ ته صلاحيت ورکړ چه ژر تر ژره به غونډه جوړه کړی او پکی به د ذروی وسلو نه د کوريايی ټاپووزمی د پاکولو په هدف د لومړنی مرحلی د تدبيرونو ساحه، مهال ، تفتيش او اړوند تدبيرونه وټاکل شی او په مناسبه وسيله به د خبرواترو څلورم پړاؤ ته پيشنهاد وړاندی شی . مختلفو خواؤ په اصولی توګه موافقه وکړه چه د همدی کال د سپټمبر په پای کی په بيجينګ کی د خبرواترو څلورم پړاؤ پرځای شی ، مګر له دی امله چه ديموکراتيکی کوريا او امريکی يو پر بل باندی اعتماد نه درلود ، نوموړی خبری اتری د نامعلومی مودی لپاره وځنډيدی .

د ٢٠٠٥ کال د جولای په ٢٦ نيټه د خبرواترو څلورم پړاؤ په بيجينګ کی پيل شو او دوو مرحلو او شلو ورځو د سختو خبرواترو نه وروسته د سپټمبر په ١٩ نيټه يووالی ته ورسيد . د غونډی نه وروسته په خپره شوی ګډه اعلاميه کی ويل شوی چه ديموکراتيکی کوريا ژمنه وکړه چه له ټولو ذروی وسلو او موجود اړوند پلان څخه به لاس واخلی ، ژرتر ژره به د ذروی وسلو د نه خپرونی د تړون په اړه دندی بيا په غاړه واخلی او د اټومی انرژۍ د بين المللی سازمان نظارت به بيا ومنی . د امريکی خوا وعده وکړه چه په کوريايی ټاپووزمه کی به خپله ذروی وسله و نه لری او نه غواړی چه په ذروی يا عادی وسلو پر کوريا باندی بريد يا تيری وکړی . دغه شان برخه والو مختلفو خواؤ ژمنه وکړه چه د څواړخيزو لار و په وسيله د انرژيو ، تجارت او پانګی اچونی په ساحو کی له کوريا سره اقتصادی همکاری پياوړی کړی . چين ، جاپان ، د کوريا جمهوريت ، روسيی او امريکی دا ارزو څرګنده کړه

چه د انرژيو په برخه کی له کوريا سره مرسته وکړی . مختلفو خواؤ څرګنده کړه چه

دشمال ختيځی اسيا د سيمی د دايمی سولی او ثبات لپاره به ګډه هڅه وکړی . دا

يی هم ومنله چه د روان کال د نوامبر په لومړنيو لسو ورځو کی په بيجينګ کی د خبرواترو پنځم پړاؤ پرځای شی .

د روانی مياشتی په يولسمه نيټه د خبرواترو پنځم پړاؤ د لومړی مرحلی غونډه پای ته ورسيده او ټاکل شوی ده چه د دوهمی مرحلی غونډه به ژر تر ژره جوړه شی .

مونږ باور لرو چه که چيری مختلفی خواوی په مداومه توګه د باهمی احترام ، مساوات او مشوری په شمول پر واقع بينانه او انعطاف منونکو اصولو باندی ټينګار وکړی ، نو د شپږو خواؤ د خبرواترو بهير به ګړندی کړی شی .

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس د کوريايی ټاپووزمی د ذروی مسئلی د

راپيداکيدو د مبدأ او ريشی په باب د معلومات دوهمه برخه واوريدله .

بله خبره دا ده چه د تايوان په باب د معلوماتی مسابقی لپاره څلور مضامين دری ځله خپاره شوی ؤ . هيله ده چه اوريدونکی دوستان خپل ځوابيه ليکونه ژر تر ژره راوليږی . ډيره مننه !