<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-21 18:07:40    
د چين د اطلاعاتو په باب معلومات

cri

د چين د اطلاعاتو د څېړنی لومړی ډله :

د اطلاعاتو د څېړنی سيمينار چه د ١٩١٨کال د اکتوبر په څوارلسمه نيټه د بيجينګ په پوهنتون کی جوړ شو، د چين د اطلاعاتو د څېړنی تر ټولو لومړی ډله وه.

نوموړی سيميسنار د بيجينګ پوهنتون د رئيس څای يون پی لخوا جوړ شو او مقصد يی دا و چه د اطلاعاتی تئوری څېړنه وکړی ، اطلاعاتی تجربی زياتی کړی او اطلاعاتی چاری پرمختګ ومومی . د دې سيمينار شکل دا وً چه اړوندو پروفسرانو او کورنيو او خارجی نامتو خبريالانو ته بلنه ورکړی چه حيوانات د اطلاعاتو د مفهوم او د ورځپاڼو د وظيفو په شمول معلومات د سيمينار ګډون کوونکو ته برابر کړی. ډېرو زده کوونکو په دغه سيمينار کی ګډون وکړ او پکی ځوان ماو ځه دونګ هم شامل و.

د ١٩١٩ کال د اپريل په دوه ويشتمه نيټه نوموړی سيمينار په رسمی توګه د اطلاعاتی اوونيز په نامه خپله جريده خپره کړه چه دا د چين په اطلاعاتی تاريخ کی لومړنی اطلاعاتی جريده وه.

د چين د کمونست ګوند لومړنی اژانس :

د چين د کمونست ګوند لومړنی اژانس د جيانګ شی ولايت د روی جين په ښار کی د سره چين په نامه اژانس و. هغه په ١٩٣٢ کال کی خلکو ته د خبرونو په خپرولو پيل وکړ او په ١٩٣٥ کال کی د سره پوځ سره د شان بی ولايت ته انتقال شو او د ١٩٣٧کال د اپريل په مياشت کی په ين ان کی په رسمی توګه د سين هوا اژانس په نامه ونومول شو.د جاپان د تيرۍ سره د مقاومت د جګړی په زمانه کی د چين په عمده وو ازادو سيمو او اردو کی د نوموړی اژانس څانګی جوړی شوی. د ١٩٤٤ کال د دسمبر په مياشت کی يی په انګليسی ژبه خارجی هېوادونو ته په خپرولو پيل وکړ. د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړی نيټه د چين د ولسی جمهوريت په جوړېدو سره يی په دولتی انژانس بدلون وموند.

د چين تر ټولو لوی مطبوعاتی مرکز :

د سين هوا اژانس د چين تر ټولو لوی مطبوعاتی مرکز دی. د سين هوا د اژانس مقر په بيجينګ کی دی او د هېواد په دننه او بهر کی ډېری څانګی لری. د تايوان نه پرته ، په څه دپاسه دېرشو ولايتونو، ښارونو،خودمختارو سيمو او ازادی بخښونکی پوځ کی يی څانګی شته او په نژدی سلو خارجی هېوادونو او سيمی کی يی هم خپلی څانګی جوړ کړی دی. هره ورځ د سين هوا اژانس دننه په هېواد کی او بهر ته ډېر خبرونه خپروی. د خبرونو نه پرته د سين هوا اژانس هم ډېری جريدی او کتابونه خپروی.

د چين د کمونست ګوند لومړی مطبعه:

ولسی مطبعه چه د ١٩٢١کال د دسمبر په لومړی نيټه په شانګهای کی جوړه شوه، د چين د کمونست ګوند لومړی مطبعه وه . د ١٩٢١ کال د اپريل په مياشت کی ډاکتر سون يی شيان په ګوانګ جو کی انقلابی اډه جوړه کړه . د مطبعی د ساتلو لپاره ، د ګوانګ جو د ولسی مطبعی په نامه يی د مارکس اثار او نور انقلابی کتابونه ترجمه او چاپ کړل چه په حقيقت کی داسی ټول کتابونه په شانګهای کی چاپ شول.

د چين د ولسی جمهوريت د جوړېدو نه وروسته، په ١٩٥١ کال کی ولسی مطبعه په بيجينګ کی جوړه شوه.