د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين صدراعظم وين جيا باو د نوامبر په يوويشتمه نيټه په بيجينګ کی دا څرګنده کړه چه د چين حکومت به د معيوبينو او نورو ضعيفو ډلو د ژوند او کار د شرايطو په ښه کيدو کی لا زياتی پيسی ولګوی .
وين جيا باو د اولمپيک د معيوبينو د بين المللی کميټې له رييس فيليپ کراوين او د دی کميټې د اجرايوی کميسيون له ټولو غړو سره د کتنی په ترڅ کی نوموړی مطالب څرګند کړل او و يی ويل چه د چين حکومت په پوره قوت سره په بيجينګ کی د دوه زره اتم کال د معيوبينو د اولمپيک د سپورتی لوبی د جوړيدو ملاتړ کوی .