<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-21 18:28:43    
په خارجی هيوادونو کی د چين د پانګی اچونی څخه هر کلی کيږی

cri

ګرانو اوريدونکو ،په نننی پروګرام کی به په خارجی هيوادونو کی د چين د پانګی اچونی په باب تاسوته معلومات وړاندی کړو.

پخوا د چين له خوا په جوړو شويو بيلا بيلو تجارتی غونډوکی دا عمده غوښتنه کيده چی لازيات خارجی سوداګران چين ته راجلب شی ،مګر په نژديو کلونو کی د چين د اقتصاد د انکشاف او د تصديو د سيالی د قوت د ټينګيدو له امله په بيلا بيلو تجارتی غونډی کی په خارجی هيوادونو کی د چين د تصديو د پانګه اچونی غوښتنه د زياتو تجارتی شرکتونو له خوا د توجه وړ ګرځيدلی ده .په نننی پروګرام کی به د دغه حالت په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو .

په وروستيو ورځو کی د چين د جنوب ختيځی برخی د ساحلی ښار په شيامن کی په جوړی شوی يوی تجارتی غونډی کی د م م د صنعتی انکشاف سازمان په ځانګړی توګه په افريقايی هيوادونو کی د چين د شرکتونو د پانګی اچونی دپاره د ٣٥٠ پروژو تياری نيولی دی .له دی نه علاوه په نوموړی غونډی کی امريکی ،کاناډا او ايتاليی د خپل هيواد د پانګی اچونی د چاپيريال او د امتيازونو د پاليسيو د بيانولو دپاره غونډه جوړه کړه ترڅو خپلو هيوادونو ته د چين د شرکتونو سرمايه راجلب کړی شی .د ايتاليی د خارجی پانګی د جلبولو د کميټی مسئول ښاغلی ژو سو خبريال ته وويل

(اواز..................................)مونږ دا نظر لرو چی د چين اقتصاد چټک انکشاف موندلی دی او چين په نړۍ کی له زياتو اقتصادی ډلو څخه لومړی اقتصادی ډله ده.په تيرو درو کلونو کی په لازياتو خارجی هيوادونو کی د چين پانګه اچونه پراخه او زياته شوی ده او زياتره برخه يی په شاوخواوو اسيايی هيوادونو ،شمالی افريقا او نورو اروپايی هيوادونو کی اچول شوی ده مګر په ايتاليی کی دچين پانګه اچونه لږه ده .زمونږ د غونډی هدف دا دی چی چين په خارجی هيوادونو کی د پانګه اچونه په بهير کی بايد د ايتاليی په شمول اړوندو هيوادونو ته فرصتونه برابر کړی .د ايتاليی د خارجی پانګی د راجلبولو کميټی به د چين پانګه اچوونکو دپاره د پانګی اچولو د پروژو د ارزښت،د نوی شرکت د ځای د انتخابولو او د تجارتی اړيکو د ټينګيدو دپاره خدمتونه وکړی.

په چين کی د سويدن د پانګی اچونی د راجلبولو دکميټی لومړی استازی چن يونګ لان خبريال ته وويل چی سويدن په تيرو ٥ کلونو کی د ډيرو خارجی پانګو د راجلبولو په هکله په نړی کی د يوولسم لوی هيواد په توګه وګنل شو او هر کال په هيواد کی ٢٢ مليارده امريکايی ډالره خارجی پانګی استعمال کيږی .چين په اسيا کی د سويدن د دوهم تجارتی همکار په توګه په سويدن کی د خارجی پانګو مهمه برخه نيولی ده او د چين تصديۍ د سويدن په علمی برخو ،هوټلونو او د توليداتو د جوړولو په ساحو کی زيات پرمختګ تر لاسه کړی دی .هغه وويل چی په سويدن کی د چين د شرکتونو پانګه اچونه د دواړوخواوو دپاره د ګډو ګټو د تر لاسه کولو انتخاب دی .(اواز................)

د چين شرکتونه لکه هوا وی او جونګ شينګ سويدن ته داخل شوی دی او د سويدن له شرکتونو سره يی د همکاری له لاری د تصديو د اداری تجزيه او مترقی تخنيکونه تر لاسه کړی دی چی په دی اثر لازيات ښه توليدات به جوړ کړی او په اسانه توګه به اروپايی بازار ته د سويدن د شرکتونو داخل شی .په عين وخت کی د چين له تصديو سره د همکاری له لاری د ځان دپاره چينی بازار ته د داخليدو لاری چاری برابری شوی دی .

په عين وخت کی د چين حکومت له دی څخه ملاتړ کوی چی چينی غوره تصديۍ په خارجی هيوادونو کی پانګی واچوی .د احصائيی له مخی د ٢٠٠٤ کال تر پايه پوری د چين تصديو په مستقيمه توګه د نړۍ په ١٥٠ هيوادونو او سيمو کی د ٤٤ ملياردو ٨ سوو مليونو امريکايی ډالرو په ارزښت پانګی اچولی دی .

په خارجی هيوادونو کی د چين د تصديو د پانګی اچونی د زياتوالی له امله دچين تصديو د خارجی بازارونو په باب په حالاتو ښه پوه شوی او د پانګی اچوونی تجربی هم زيات شوی دی .

د هالند د ځوترمير ښار د اقتصاد د کميټی مسئول هانس ميار په هالند کی د چين د تصديو د پانګی اچوونی دحالت په باب د يادونی په ترڅ کی وويل چی (اواز...........)

د چين تصديو په هالند کی د خپلو توليداتو د پلورلو له بهيرڅخه زياتی تجربی تر لاسه کړی دی او د دوی د توليداتو د کيفيت لوړوالی او په هالند کی د شرکتونو ښه انکشاف تر سره شوی دی .