<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-22 15:08:28    
د تايوان د أبنا د دواړو غاړو تر منځ سپورتی تګ راتګ زيات شويدی

cri

په نژديو کلونو کی د اقتصاد او کلتور په ساحو کی د تايوان د أبنا د دواړو غاړو تر منځ د تبادلی او همکارۍ په ژورتيا سره د سپورت په برخه کی تګ راتګ هم زيات شوی دی ٠ اوس د کلتور او سپورت په ساحو کی د دواړو غاړو تر منځ تبادله د وطنوالو د احساساتو د ټينګتيا لپاره يو پل دی او د دواړو خواوو تر منځ د روابطو د پرمختيا او د سولې پر بنا د چين د يووالې لپاره يوه مهمه وسيله ده ٠ لږه موده د مخه د چين د لسمی دورې په سپورتی لوبو کی د چين د بين الملی راډيو خبريال د سپورت په برخه کی د لويی وچی او تايوان تر منځ د تبادلی په هکله د چين د تايوان د تای بی ښار د اولمپيک د سپورتی لوبو د بين المللی کميټی له غړی وو جينګ ګو سره مرکه وکړه .

په بيلا بيلو ساحو کی د تايوان د أبنا د دواړو غاړو تر منځ تګ راتګ د چين د ټولو خلکو ګډه هيله ده ٠ اوس د سپورت په ساحه کی د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ د چټکې ودې په حال کی دی او د اړوندو کارکوونکو تګ راتګ هم په ښکاره توګه زياتيږي ٠ ښاغلی وو جينګ ګو دا نظر لری چه د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د چين د تاي بيی د لوبغاړو د طلايی مدالونو تر لاسه کول د دواړو غاړو د سپورتی سويی د لوړتيا لپاره ښه فرصت برابر کړيدی ٠ هغه وويل په واقعی توګه د تايوان د أبنا د دواړو غاړو تر منځ تګ راتګ له ١٩٨٩ کال څخه په رسمی توګه پيل شوی چه د دی تګ راتګ څخه څه دپاسه لس کله تيريږي ٠ په دې وخت کی د لوی وچی زيات شمير لوبغاړو په ځينو مسابقو کی د ګډون لپاره تايوان ته تللی مثلأ سيمه ايز چامپيشيپ ٠ په سپورتی ساحه کی د دواړو غاړو تر منځ د تګ را تګ په برخه کی د ګډون کوونکو شمير کال په کال زيات شويدی او له دې څخه څرګنديږي چه د لويی وچی او تايوان تر منځ د سپورت تبادلي ښکاره موفقيتونه تر لاسه کړيدي ٠

په ١٩٩٧ کال کی د أبنا د دواړو غاړو د اولمپيک د سپورتی لوبو د کميټو لخوا د سپورتی تبادلی فورم جوړ شو ٠ د ټاکلی مقترراتو سره سم دغه فورم هر کال يو ځل په نوبتی ډول په لويی وچی او تايوان کی جوړيږي ٠ د چين د اولمپيک د سپورتی لوبو د کميټی رئيس ليو پنګ او د چين د تای بی د اولمپيک د سپورتی لوبو د کميټی مسئول هوانګ دا جو د دواړو غاړو تر منځ د سپورتی تبادلی په هغه اتم فورم کی ګډون درلود چه د سږ کال په لومړيو وختو کی په تای بی کی تر سره شو ، دوی دواړو هيله څرګنده کړه چه په سپورتی ساحه کی د دواړو غاړو تر منځ تبادله به لا نوره پراختيا او ژورتيا ومومي ٠ ښاغلی وو جينګ ګو وويل د لويی وچی او تايوان د خلکو تر منځ پر سپورتی تبادلی بايد تر کومی اغيزی لاندی نه وي په تيره بياسياسی ، مذهبی او نژادی اغيزی ، نو خلک د ګډ هدف د رامنځته کولو لپاره په سپورتی لوبو لاس پوری کوي او په سپورتی او کلتوری ساحو کی د تګ راتګ او تبادلی له لاری د مختلفو خواوو تر منځ تفاهم زياتوی تر څو ټول خلک په دې پوه شي چه د چينی ملت د يو غړی په حيث بايد د چين د سمسورتيا لپاره کوشش وکړي ٠

د اړوندو معلوماتو سره سم په ١٩٨٧ کال کی لويی وچی ته د خپلو کورنيو سره د کتنی لپاره د تايوان خلکو ته د اجازی ورکولو نه وروسته د تايوان سپورتی هيئتونه په پرله پسی توګه په تبادلوی مسابقو کی د ګډون لپاره لويی وچی ته راغلی او له دې څخه څرګنديږي چه په سپورتی ساحه کی د دواړو غاړو تر منځ تګ را تګ د خلکو د

ګډو ګټو او اساسی اړتياو سره سمون خوری او د دواړو غاړو د خلکو تر منځ د اړيکو

د ټينګتيا او د تفاهم د زياتوالی يو مهم پل ګرزي ٠ د چين د تای بی په اړه د اولمپيک د بين المللی کميټی غړی وو جينګ ګو په پوره باور سره وويل زه هيله لرم چه سپورتی تبادله به د چين د يووالی په بهير کی مهم رول ولوبوی ، سياست کولای شی د سپورتی تبادلی څخه تجربه واخلي څو چه د أبنا د دواړو غاړو تر منځ سياسی مسئلی ژرحل شي ٠ مونږ هيله لرو چه په سپورتی ساحه کی د دواړو غاړو تر منځ تبادله به په لا نوره فعاله توګه دوام ومومي ، څرنګه چه زياتې تبادلی او تګ را تګ د خلکو د اړيکو د لا نژدوالی سبب دی ٠