<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-22 15:59:58    
* د دولسو کالو د ځنډيدو نه وروسته د ماراتون د ځغاستی د قهرمانۍ لقب اعلان شو

cri

په پاريس کی د اولمپيک په دوهمی سپورتی لوبی کی د ماراتون د ځغاستی د قهرمانۍ لقب د يوه فرانسوی ډوډی پخونکی لخوا وګټل شو . هغه ميچيل تياتو نوميده او په هغه وخت کی يوويشت کلن ؤ ، له دی امله چه هغه د مشتريانولپاره د ډوډۍ د وړلو دنده په غاړه درلوده ، نو د پاريس ښار له هرو لاروکوڅو سره يی بلديت درلود او د ماراتون د ځغاستی په سيالی کی يی د ډيری نژدی لاری سره سم منډی ووهلی .چه په نتيجه کی هغه له نورو برخه والو لوبغاړو نه د نيم ساعت نه دمخه لومړی د سيالی مطلوب ځای ته ورسيد . نو په دی وجه د هغه برياليتوب د زياتو اختلافاتو سبب وشو او د دوولسو کالو نه وروسته لوبغاړی تياتو ته د اولمپيک د دوهمی سپورتی لوبی د ماراتون د ځغاستی د قهرمانۍ لقب په رسمی توګه ورکړل شو .

* د اولمپيک د سپورتی لوبو په اړه ترټولو ځوان قهرمان

د کښتۍ چلول د پاريس په دوهمی سپورتی لوبی کی د سيالی د نوی لوبی په توګه شامل شول او د کښتۍ د چلولو په اړوندو پنځو لوبو کی فرانسی دوه طلايی مدالونه وګټل او نور دری طلايی مدالونه په جلا جلا توګه د هالنډ ، المان او امريکی د ورزشکارانو لخوا ترلاسه شول . ددی لوبی په دوه کسيزه سيالی کی د هالنډ لوبغاړی قهرمانان شول او د وروستی مسابقی په ورځ دوی په

دی ويره کی ؤ چه د کښتۍ چلوونکی هرمانوس بروکمان له حده وتلی بدنی وزن سرعت کم کړی ، نو له دی امله دوی په موقتی توګه هغه فرانسوی هلک چه عمر يی يوازی اووه يا اته کاله و ، راوغوښت . د مسابقی د پای ته رسيدو نه وروسته نوموړی هلک لاړ . که څه هم د هغه نوم نه دی راپاتی شوی ، خو د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی هغه تر ټولو ځوان قهرمان ګڼل کيږی .

* د لامبو وهلو په سيالی کی نوی مهارت

د ازادو لامبووهلو په سيالی کی د برتانيی مشهور لوبغاړی جون جارويس ډيره ښه سويه او تکړه والی څرګند کړ او په جلا جلا توګه يی د يو زرو او څلورو زرو مترو په واټن سيالی کی لومړنی لمبر وګاټه . دغه برياليتوب له دی برکته لاس ته راغی چه له خپلو ملګرو سره يوځای يی د لامبو وهلو ځانګړی او نوی طريقه پيدا کړه . نوموړی نوی طريقه دا وه چه هغه به په ښی مټ لامبووهله او په دواړو ورونونو به يی په اوبو وهل چه د نوموړی دی طريقی له نورو لوبغاړو سره هم توپير درلود . د دی نوی او ځانګړی طريقی څخه په استفادی سره يی د لامبو وهلو سرعت تيز کړ او بالاخره يی په ديارلسو دقيقو او څلويښتو ثانيو کی د زرو مترو په واټن په لامبو کی بری ترلاسه کړ .

*د سټ لويس د اولمپيک دريمی سپورتی لوبی

په ١٩٠٠ کال کی د پاريس د اولمپيک د سپورتی لوبی په شان په ١٩٠٤کال کی د امريکی په سټ لويس ښار کی د اولمپيک دريمی سپورتی لوبی د جولای له لومړی نيټې نه نيولی د نوامبر تر درويشتمی نيټې پوری جريان درلود . او

اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی د ماراتون په څير يو ډول سپورتی لوبی بللی کيدی . په دی سپورتی لوبی کی د پهلوانی او د وزن پورته کولو په شمول دوی لوبی بيا شاملی شوی او د أسونو ، بادی کښتۍ او د نښی ويشتلو په ګډون دری لوبی لغوه شوی ، خو د بوکس لوبه پکی نوی زياته شوه . ښځو يوازی د غشی ويشتلو په سيالی کی برخه واخيستله . د دی سپورتی لوبی په موده کی د باسکتبال لوبه لومړی ځل نندارچيانو ته وښودله شوه .