<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-22 17:18:20    
ګاو چيانګ وويل ، چين له هر راز مثبتو تدبيرونو په نيولو سره انسان ته د مرغانو د انفلونزا د سرايت مخه نيسی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د روغتيا وزير ګاو چيانګ د نوامبر په يوويشتمه نيټه په شانګهای کی د فرانسی د روغتيا او باهمی مرستی له وزير بيرتراند سره د کتنی په ترڅ کی وويل چه د چين حکومت اوس له هر راز مثبتو تدبيرونو په نيولو سره انسان ته د مرغانو د انفلونزا د سرايت مخه نيسی ترڅو د خلکو روغتيا او ژوند وساتل شی او ددوی عادی توليدی فعاليتونه او د ژوندانه نظم تامين کړی شی .

ښاغلی ګاو چيانګ وويل چه اوس په چين کی نوموړی ساری ناروغی تر جدی او دقيقی څارنی او کنترول لاندی راوستل شوی او له مرکزی حکومت نه تر محلاتو پوری ځانګړی ارګانونه جوړشوی دی . که چيری نوموړی ساری ناروغی وموندل شی ، نو سمدلاسه به ټولنی ته اعلان شی .