<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-22 18:22:48    
دتصويرونو غرفی ښځينه خاوندی هوانګ يان

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم !

د ښځه او ټولنی په نننی خپرونه کی به تاسو يو مضمون واورئ او عنوان يی دی : د تصويرونو د غرفی ښځينه خاوند هوانګ يان . ميرمن هوانګ يان د کلونو کلونو راهيسی د چاپيريال د هنر په ديزاين ، څيړنه او درس ورکولو بوخته ده .

لږه موده مخکی يی په بېجينګ کی د جن دان په نامه د تصويرونو يوه غرفه پرانستلی ده چه مقصد يی د چين اوسنی کلتور او هنر نړۍ ته معرفی کړی . اوس دغه هنری غرفه په بېجينګ کی د مينه والو د ښه هر کلی سره مخامخ شوی ده .

د مېرمنی هوانګ په مشرۍ د دوی د هنری غرفی د پرانستلو نه لږ وروسته يو نوی نندارتون هم جوړ شو چه پکی تصويرونه يا مجسمی د هنر په باب د خلکو د فکر نه نيولی د بڼکی پر توری اوسنی ، ټوکر په شمول يو لړ مواد په هنری بڼه ونبودل شول . دا د خلکو د عنعنوی هنری او فکارو څخه ليری دی . برخه والو هنر مندان چه د چين د عصری د هنر ملاتير ګڼل کيږی . د دوی د خلاقيت طرزونه او د تر سيمولو نظريی بيلا بيل دی . خو پدی غرفه کی يو ځای شوی او د دوی د هنری درايعو بدلونو نه خلکو ته ښی په غرفه کی بيلا بيل هنری سبکونه موجود دی مېرمن هوانګ د خپلی هنری غرفی د يادونی په ترڅ کی وويل

دا زما ارزو ده چه د لوړ او عالی درجه هنری اثارونه ډګ هنری نندارتون خلکو ته وړاندی کړم ، تر څو د هنر په برخه کی نوی برياليتوب تر لاسه کړم ، زما په نظر دا ډير مهم دی چه ډير ښه هنری اثار د هنر مينه والو ته وړاندی کړو . د مېرمنی هوانګ په نظر عالی او غوره هنری اثار د خپلې هوښياری او هنری سوابق سره

اړيکی لری .

د هوانګ يان هنری غرفه د بېجينګ په جاو يانګ منطقه کی پرته ده او مساحت يی ډير نه دی ، مګر سبک يی ښه دی او د خلکو د ستاينی وړګرځيدلی ده .

مېرمن هوانګ د پوهنتون د يوه استاز په کور کی زيږيدلی او دوه کاکاګان يی د نقاشی په کارونو بوخت دی . او دا پخپله د کوچنی توب نه د نقاشی سره مينه لری . د لوی کيدو نه وروسته د پوهنځی په ساختمان څانګه کی يی زده کړه وکړه او د واده نه وروسته يی د ډاکتری ليسانس تر لاسه کړ . د درس نه وروسته د فراغت په وخت کی يی د چتپيريال د هنر په ډيزاين کی هم لوی لاس درلود . هنری اثار يی د ټول چين دارت په نندارتون کی د زيړوميدال او په کور کی د ديزاين په سيالی کی يی د سپينو زرو جايزه وګټله . هغه وويل :

په اصل کی د کلونو کلونو نه مخکی ما ارزو درلوده چه د کلتوری تبادله او هنری ودی په برخه کی هلی ځلی وکړم . زما ملګری د دی نه ډير ملاتړ وکړ . ځکه چه اوس په چين کی د هنری اثارو بازار يو نوی کار دی چه يوازی شل کاله تاريخ لری . زما ملګری هيله لری چه زه د نقاش يو ښه غوره غرفه جوړه کړم .

هغی خپلو خبرو ته دوام ورکړو او و يی ويل :

د هنری اثارو بازارونه په چين کی ښه راتلونکی لری ، سره لدی چه خلک وايی چه د تصويرونو د غرفی په وړاندی ستونزی ډيری دی . خو زمونږ په عقيده هغه بايد ښه اندازه ولری . په انترنيت کی يی دا ليدلی چه هره ورځ په بېجينګ کی د نقاشی نوی غرفه پرانستل کيږی . زه د لری کار سره ډيره د لچسپی لرم او غواړم چه واقعی کار وکړم او دچين عصری هنر د چين او خارجی مينه والو ته معرفی کړم .

مېرمنی هوانګ خبريال ته وويل :

د يوی ښی هنری غرفی اداره کول مشکل کار دی ، خو ټينګ غزم لرم چه دا کار تر اوږدی مودی پوری دوام وکړی ، د بيلګی په توګه دا کار تر سلو کالو پوری جاری وساتل شی . زما د تقاعد نه وروسته زما لوريا نور ملګری به يی جاری وساتی ، ځکه چه دا کار په لنډه موده کی نه بشپړيږی .