د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين د خارجه وزارت نطاق ليو جيان څاو په دوه ويشتمه نيټه په بيجينګ کی په نوبتی مطبوعاتی کنفرانس کی څرګنده کړه چه چين هيله لری چه پاکستان تر خپلی وسی پوری همکاری وکړی تر څو د مرستی په هکله د چين ژمنه ژر تر ژره ترسره شی .
د خبريال پوښتنی ته په ځواب کی ليو جيان څاو وويل چه ژر تر ژره د زلزلی د ځپلو سيمو پاکستانی خلکو ته د لازياتو مرستو برابرول د چين د خلکو ګډه ارزو ده . نو په دی وجه به په دی هکله چين د پاکستان له اړوندو څانګو سره د نظرياتو تبادله وکړی .