<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-23 17:16:25    
واکسين د ساري ناروغيو د وقايې او کنترول وسيله ده

cri

د واکسين د تطبيق په واسطه د ساري ناروغيو د وقايې او کنترول طرېقه د ساري ناروغيو سره د انسانانو د مبارزې په بهير کي تر لاسه شوي ډير موثر موفقيت ګڼل کيږي . د روغتيا د نړيوال سازمان لخوا د برابر شوي راپور لمخې اوس هر کال په نړۍ کي د ساري ناروغيو په اثر د مړه شويو ماشومانو څخه دوه مليونه تنه د واکسين د تطبيق له لارې له مرګ څخه ژغورل کيږي .

د بيجينګ د ناروغيو د وقايې اوکنترول د مرکز متخصص وو جيانګ د واکسين په هکله داسي وويل چه واکسين د يوې ساري ناروغۍ ويروس يا ميکروب د چمتو کولو له لارې تطبيق کيږي څو چه په بدن کي د دې ناروغۍ په ضد يو ډول ماده رامنځته شي . د ويروس او ميکروب سره د واکسين لوي توپير دا دی چه ويروس او ميکروب د ناروغۍ سبب دی ، خو واکسين د ناروغۍ څخه د ژغورلو رو ل لوبوي .

په اولس سوه شپږ نويم کال کي د انګلستان ډاکتر د کوي په ضد واکسين اختراع کړ او څلور کاله وروسته د روغتيا نړيوال سازمان اعلان وکړ چه په نړۍ کي کوي له بيخه له منځه يووړل شي .دا د ساري ناروغۍ په ضد د انسان لخوا جوړ شوي لومړني واکسين دی .د عالمانو د زياتو کوششونو له لارې د نيمې پيړۍ راهيسې د زياترو ساري ناروغيو په ضد واکسينونه جوړ شويدي .

څرنګه چه واکسين د ساري ناروغيو د وقايې او کنترول په برخه کي ستر رول لري ، نو په بيلا بيلو هيوادونو کي د واکسين تطبيق ته په ډيره درنه سترګه ګوري . په چين کي د واکسين د تطبيق کارونه د پرمختللو هيوادونو نه ناوخته وو ، خو د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ سره سم په دي ساحه کي ستر برياليتوبونه تر لاسه شويدي په تيره بيا په ماشومانو باندي د واکسين د تطبيق کارونه مروج شويدي .

د ټاکل شوي پلان لمخې په چين کي په هغو ماشومانو باندي چه عمر يي د اوو کالو نه کم دی ، د بوليوميليت ، شري ، وبا ، د جګر د التهاب او داسي نورو ناروغيو په ضد واکسينونه اجرا کيږي چه ددې پلان د تطبيق ديرشو کالو راهيسې د ناروغيو په ضد د چين د ماشومانو د مصونيت سويه لوړه شوې . د چين د انجنيرۍ د اکاډمۍ غړې او د ماشومانو د ناروغيو د علاج مشهورې ډاکټرې هو يا مي د مثال په راوړلو سره وويل چه وړم کال په چين کي يوه سارس خطرناکه ناروغۍ خپره شوه ، خو ددې ناروغيو په اثر هيڅ ماشوم مړ نه شو ، علت يي څه دی ؟ علت يي دا و چه په ماشومانو باندي د واکسين د تطبيق کارونه په ښه شان سره تر سره شوي وو . د بوليوميليت او نورو ناروغيو په ضد د واکسين تطبيق د سارس د ويروس د وژلو دپاره هم رول لوبولي دی ، نو د سارس د ناروغۍ د خپريدو په وخت کي په چين کي هيڅ ماشوم ددې ناروغۍ په اخته کيدو سره ندی مړ شوۍ

د معلوماتو لمخې پنځلس کاله دمخه په چين کي په سلو کي پنځه اتيا برخه ماشومانو باندي واکسين اجرا شويدي چه دغه موفقيت د م م د ماشومانو د صندوق ، د روغتيا د نړيوال سازمان او د چين د روغتيا د وزارت ستاينه ترلاسه کړيده .نو په چين کي د بوليوميليت ، شرې، ويا ، د جګر د التهاب او داسي ساري ناروغيو د پيدايښت او سرايت ميزان ډير ټيټ دی ، مثلا په شري د اخته کيدو ميزان په لسو زرو کي يو ته ټيټ شوی دی ، خو د تيري پيړۍ د شپږمی لسيزې په لومړيو وختونو کي دغه ميزان په لسو زرو کي دوه زره وو . وروسته تر هغه وخته چه په نولس سوه شپيتم کال کي په چين کي کوي له منځه يووړله شوه ، په دوه زريم کال کي د بيوليوميليت ناروغۍ هم بيخي لهمنځه يوړل شول .

د ساري ناروغيو څخه د بچ کولو دپاره اوس د چين طبي متخصصان د نويو واکسينونو د څيړنې اوجوړونې په کارونو بوخت دي . د چين د طبي ټؤلنې متخصص هه حيون وويل چه هغه واکسينونه چه پخوا په څيړنو کي ناکام شول ، اوس بيا تر څيړنې اوجوړونې لاندي دي ، مثلا د ايدز ناروغۍ په ضد واکسين . دغه راز مونږ په دي کي بريالي شوي يو چه ځيني ٍطاعونونه او مزمن مرضونه د ناروغيو د پيدايښت په ځينو منابعو پوري اړه لري ، نو اوس مونږ د داسي واکسينونو په جوړولو لګيا يو چه د دغو واکسينونو په تطبيق د معدې او نورو سرطانونو د پيدايښت مخه ونيوله شي .