<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-23 16:02:04    
د چين د شان سي ولايت د خلکو ژوند له سرکې څخه نه جلا کيږي

cri

د چين په بيلا بيلو ځايونو کې رسم رواجونه او دودونه بيل بيل دي ٠ د خواړو د عادتونو په لحاظ د بيلا بيلو ځايونو تر منځ توپير ډير زيات دي ٠ مثلا د چين د منځني خوا د هو نان ولايت خلکو مرچ ډير خوښوي ، د چين د ختيځې خوا د جه جيان ولايت خلک خواږه خوراک خوښوي ، خو د شمالي خوا د شان سي ولايت د خلکو په باره کې ويل کيږي چه ددي په ټول عمر کې له سرکې څخه نه جلا کيږي ٠

سرکه د چين د عنعنوي اشپزې يو ډول مساله ګڼل کيږي چه د خوشه اي ذرت ، جو ، زميني سيب او نور غلودانو د تخمير له لارې جوړيږي ٠ له دي امله سرکه چه مزه يي ډير تريو ده ، نو عمومأ د سبزيو يا غوښو د خواړو د جوړولو په وخت کې تري استفاده کيږي ٠ په تيره بيا ځيني خلک د ماهي د پخولو په وخت کې د سرکې استعمال خوښوي ، ځکه سرکه د ماهي خاص بوي ليري کولي شي ٠بر سيره پر دي چينايان عمومأ د جاو ځه د خوړلو په وخت کې چه د چين يو ډؤل عنعنوي خواړه دي، په سرکه کې لږ څه وهي او بيا يي خوري ٠ د چين په ډيرو ځايونو کې سرکه جوړيږي ٠ خو د سرکې د جوړولو په هکله د چين په ټول هيواد کې د شان سي ولايت تر ټولو نه مشهور دي ٠ او په همدي سبب په چين کې د شان سي ولايت د چين د سرکې د ټاټوبي په نامه ياديږي ٠ د شان سي ولايت خلک د سرکې له خوړلو سره زياته مينه لري ٠ د احصايي له مخې اوس په دي ولايت کې د هر نفر په منځني توګه هره ورځ پنځه ويشته ګرامه سرکه څښي چه دا اندازه د ټول هيواد د منځني سويي دوه چنډه ده ٠ د دغه ولايت د مرکز تاي يوان ښار د نين هوا فو د سرکې د توليد مشهور فابريکه د دي ولايت ډيره ښه سرکه توليدوي ٠ زمونږ خبريال په دي فابريکې کې له يو مشتري سره مخامخ شو چه د سرکې د اخستلو له پاره يي يو لوي بيلر راوړلي دي ، خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چه تاسې دومره زياته سرکه د څه له پاره اخلي ؟ مشتري ور ته وويل هو ، لس کيلوسرکه اخلم ، يوه برخه مي خپله کورني خوري ، او بله برخه خپلوانو ته ورکوم ٠

ولي د شان سي خلک د سرکې له خوړلو سره دومره زياته مينه لري ؟ د اړوندو کارپوهانو د تحليل له مخې امکان شته چه په محلي سيمه کې اوبه او خاورې قليايي خاصيت لري ، د انسان په بدن کې د قليايي موادو د خنثي کولو له پاره زيات اسيدي مواد په کار دي ٠ د شان سي په ولايت کې که چيري څوک ډوډۍ خوري ، يا په کور يا په هوټل او يا په ميلمستيا کې د ډوډۍ پر ميز باندې هرومرو د سرکې بوتل ږدي ٠ د تاي يوان د ښار اوسيدونکي ښاغلي جاو مينګ شان خبريال ته وويل چه سرکه ډير ښه شي دي ، سرکه اشتيهاۀ زياتوي او روح اوچتوي ، زه د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې پرته د مالګې نه ډوډۍ خوړلي شم ، خو بي د سرکې نه ډوډۍ راته خوند نه راکوي ٠ حتي د خوب نه مخکې هم بايد لږ څه سرکه و څښم ٠

د تاريخي اثارو د ليکنې له مخې د څه د پاسه دري زره کاله نه د مخه د چين د شان سي ولايت اسلافو د سرکې په جوړولو پيل وکړ ٠ تر اوسه پوري په ډير ليري کلي کې داسي منظره هم ليدل کيږي چه د هر بزګر د کورني د دروازې په څنګ کې د سرکه دتخمير کولو لويه کوزه ايښي ده ٠ د شان سي په ولايت کې د سرکې قسمونه هم ډير زيات دي چه په دي کې د لاو چن په نامه سرکه نه يوازي په چين کې بلکه په بهر کې هم ډير شهرت لري ٠ د لاو چن سرکه نه يوازي ډير تروه ده ، بلکه ډير ښه بوي هم لري ٠ د نوموړي سرکې د شرکت عمومي انجينير ښاغلي يان هاي ده وويل چه د لاو چن د سرکې د جوړولو مهارت دا دي چه د سرکې د تخمير وخت اوږد دي چه دغه وخت عمومأ له يو کال نه تر پنځو کالو پوري وي ٠ نو د دغه ډول د سرکې نه يوازي رنګ او مزه ښه دي بلکه ډيره خوش بوئي هم لري ٠ اوس د شان سي ولايت د لاو چن سرکه استراليا، کانادا ، سينګاپور ، د کوريا جمهوريت او د امريکې په شمول څه د پاسه لسو هيوادونو ته صادريږي ٠