<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-23 16:17:18    
په باسکتبال ناستې معيوبی نجلۍ د خلکو پام ځانته راوړلی دی

cri

د نوامبر په يوولسمه نيټه د چين په جنوب کي د يون نان پوهنتون د سيانس او تخنيک په سالون کی چه د چين او جاپان د پوهانو اووم بين المللي سيمينار روان و ، تودې چکچکی پورته شوی چه دغه چکچکې نامتو پوهانو او يا مشرانو ته نه ، بلکې هغې معيوبې نجلۍ ته ورکړي شوي چه په باسکتبال باندي ناسته وه ، نوموړي معيوبی نجلۍ چيان هونګ يانګ نوميږي او د يون نان ولايت د لو ليانګ له ولسوالۍ څخه راغلي ده ، هغې په سيمينار کي برخه والو پوهانو ته د خپل مشکل ژوند په هکله معلومات ورکړل .

د ٢٠٠٠ کال د اکتوبر په يو ورځ څلور کلنی نجلۍ چيان هونګ يانګ له سړک څخه د تيريدو په وخت کی د يوه بار وړونکي موټر سره ووهله شوه او له بده مرغه ددې دواړی پښی له لاسه ورکړې شوې ٠ پلار او مور ئی د خپلی کوچنی لور د تګ راتګ د اعادې لپاره د سطل او د موټر د تاير څخه استفاده وکړه ، وروسته دوی نيم باسکتبال انتخاب کړ ٠ نو نجلۍ هونګ يانګ د باسکتبال د نيمې برخې او د دوو لنډو لرګيو په واسطه په خپل کلی کی په پلی پيل وکړ او پنځو کالو ته يي دوام وکړ ٠

د نوموړی نجلۍ بدمرغه ژوند د ټولنو پاملرنه ځانته را جلبه کړه ٠ د سږ کال د اپريل په مياشت کی هغه د علاج لپاره بيجينګ ته راغله او مصنوعی پښی ئی ور ته واچولی ٠ اوس هغه د باسکتبال څخه استفاده نه کوی او د مصنوعي پښو په واسطه ګرځی او د ونی لوړتيا ئی يو اعشاريه اوويشت مترو ته رسيدلی ده ٠ د نوموړی سيمينار عمده مطلب د ناڅاپو پيښو څخه د ماشومانو ژغورل دی ، د نجلۍ چيان هونګ يانګ راتګ دغه سيمينار ته ځانګړی اهميت ورکړ ٠

د نوموړی سيمينار مقصد دا ؤ چه د ناڅاپو پيښو څخه د ماشومانو د ژغورلو په هکله سيمينار د هر اړخيزو سلا مشورو نه وروسته له ټولنو څخه غوښتنه وکړه چه د ماشومانو د سالمی ودې لپاره د ښه چاپريال د برابرولو په خاطر کوشش وکړي ٠ کوچنيانو ته د پام اړولو په هکله د چين د کميټی په اړه د کوچنيانو د ودې د څيړنی مرکز ، د جاپان د اپوريګا په نامه د ماشومانو د روزنې د څيړنی کميټی ، د جاپان او چين تر منځ د ماشومانو د روزنی په باب د څيړنی کميټی او د نورو موسسو پوهانو د يون نان ولايت د کون مينګ په ښار کی راپور صادر کړ او د ناڅاپو پيښو له امله د ماشومو ټپيانو د وقايی او ژغورنی په هکله د څيړنی د موفقيتونو په باره کي يي د نظريو تبادله وکړه ٠

د نجلۍ هونګ يانګ بدمرغې کيسې د اوريدو نه وروسته کوچنيانو ته د پام ورکولو په هکله د چين د کميټی په اړه د کوچنيانو د ودې د څيړنی مرکز مشر وو پی چيو وويل چه بايد ژر تر ژره د ناڅاپو پيښو له امله د ماشومو ټپيانو د څيړنی او کنترول کارونه تر سره کړي شی ٠ پر ماشومانو د ناڅاپه غورځيدو ، د حيواناتو او حشراتو لخوا د ماشومانو د چيچلو او د ترافيکی پيښو څخه عبارت دی ٠ د اړوندو ارقامو څخه ښکاره کيږي چه په ټوله نړۍ کی هر کال څه دپاسه يو مليونه ماشومان چه عمر يی له څوارلس کلنی څخه لږ دی ، د ناڅاپو پيښو له امله مړه کيږي او په هرو شپږو ماشومانو کی يو ماشوم د ناڅاپه پيښو سره مخامخ کيږي ، نو ناڅاپه پيښی پر ناروغيو باندی د ماشومانو د اخته کيدو او معيوب کيدو حتی د مړينی عمده سبب دی ٠

خبريال له دې سيمينار څخه خبر اخيستی دی چه د ځه جيانګ ولايت په چين کی لومړی هغه ولايت دی چه ښوونځی او د اوسيدو د ناحيی اړوند کارکوونکی په ګډه

سره د زده کوونکو د سالمی ودی لپاره مثبتی تجربی او سيستم برابر کړی ، د روغتيا د ساتنی په هکله د روزنی سمينار ئی ترتيب کړی او د ښوونځيو لپاره ئی د امنيت او روغتيا ښه چاپريال برابر کړی دی ٠ په نوموړی سيمينار کی د جاپان د هيئت استازی او نامتو پوه وويل چه زه ټولی نړۍ ته د ماشومانو د روغتيا لپاره پيشنهاد وړاندی کوم او د سولی نه د ډکې نړۍ د ودانولو هيله لرم ٠