<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-24 18:15:23    
د چنګ ده په ښار کی د شاهی کورنی باغ

cri

د چنګ ده ښار د بيجينګ له شمال څخه په دوه سوه مترۍ کی پروت دی . په تيره موده کی د چين د چينګ د سلسلې امپراطورانو په دوبی کی هلته استراحت کاوه .

د چنګ ده ښار په څلورو خواوو کی غرونه ليدل کيږی او په جنوبی برخه کی يی د چين د مشهور لوی دېوال يوه برخه چه جين شان لينګ نوميږی او اصليت يی په ښه توګه ساتل شوی ، هم پرته ده . مسافر ماجن دونګ چه د جين شان لينګ په لوی ديوال کی يی سياحت وکړ ، خبريال ته خپل احساسات څرګند کړل :

د جين شان لينګ لوی دېوال ډير باشکوه او لوی دی . کله چه زه په دغه لوی دېوال باندی ولاړ يم ، کښته ګورم چه بيلابيل غرونه د سمندر په شان ډير ښکلی او باجلاله دی .

په تيره زمانه کی د لوی دېوال د جوړولو هدف دا و چه د شمالی کوچيانی قومونو د تيری مخه ونيسی . خو په اوولسمه پيړۍ کی د مان قوم چه د لوی ديوال څخه په شمال کی يی ژوند کاوه ، د چين منځنی سيمې ته ولاړ او هلته يی د چينګ سلسله جوړه کړه . تر هغه وخته پوری د لوی ديوال دفاعی رول له منځه يوړل شو . خو د چينګ د سلسلې امپراطوران چه په بيجينګ کی يی ژوند کاوه ، کله کله به د ښکار کولو لپاره شمالی څړ ځايونو ته تلل . څرنګه چه د چنګ ده ښار د بيجينګ او شمالی څړ ځايونو ترمنځ پروت دی . برسيره پردی ، هلته غرونه او سيندونه ښکلی

دی او اب و هوا يی معتدله ده . نو د چينګ د سلسلې امپراطورانو هلته زيات باغونه او ماڼې جوړې کړی وی . په نتيجه کی د چنګ ده ښاره د بيجينګ نه پرته د چينګ د سلسلې په يوه بل سياسی او کلتوری مرکز بدلون موندلی و .

د بی شو شان جوانګ په نامه باغ چه مساحت يی ٥ مليونه شپږ لکه مربع متره دی ،په دوبی کی د چينګ د سلسلې د امپراطورانو موقتی ماڼۍ وه .په نوموړی باغ کی زياتې زړې ونې او لرغونی ودانی موجودې دی . لارښوونکی وی لی خبريال ته وويل چه نوموړی ماڼه د چينګ د سلسلې د دريو نسلونو د امپراطورانو له خوا په ٨٧ کالو کی جوړه شوی وه او اوس څه دپاسه ١٢٠ وادنی ، چوترې ، معبدونه ، مينارونه ، دهليزونه او پلونه لری .

دغه باغ په عمده توګه څلورې برخې لری يعنی د ماڼۍ سيمه ، غرنی سيمه ، د جهيلونو سيمه او د دښتې سيمه ده . د ماڼۍ سيمه د بېجينګ د امپراطورۍ د مانۍ يوه هنداره ده خو مساحت يی يوازی د ټول باغ په سلو کی دری برخه نيسی . په باغ کی زياترې طبعی منظرې شته .

د ماڼۍ سيمه د نوموړی باغ په جنوبی برخه کی پرته ده او پخوا امپراطورانو هلته خپل کارونه ترسره کول ، رنګارنګ مراسم به يی پرځای کول او له خارجی استازيو سره به يی کتنې کولې .

د ماڼۍ د سيمې په شمال کی د جهيلونو سيمه ده . پاک جهيلونه چه مساحت يی څه ناڅه ديرش هکتاره دی ، د کوچنيو ټاپوګانو او اوږدو ديوالونو له خوا په ځينو برخو جلا شوی دی . بر سيره پردی د چين د جنوبی سيمې په مشهور ساختمانی شکل

رنګا رنګې دوانی د جهيلونو په شاوخوا کی ولاړې دی . د دغې سيمې نه په شمال کی

غرنی سيمه او دښته شته . هلته واښه شنه او ونې لوړې دی . کله چه مسافرين په دغه ځای کی سياحت کوی ، ښايی چه د چين د بيلابيلو ځايونو منظرې وينی .

د بی شو شان جوانګ په نامه نوموړی باغ او هغه د شاوخوا د دولسو پخوانی شاهی معبدونه څه دپاسه لس کاله دمخه د م م د يونيسکو سازمان له خوا د نړۍ د کلتوری ميراثونو په ليست کی شامل شوی وو .

اوس د چينګ سلسله تيره شوی ده مګر د دوی له خوا جوړ شوی معبدونه او ماڼې لاهم په ښه توګه ساتل شوی دی!