
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د نوامبر له اتمې نيټې څخه تر دوولسمې نيټې پوری د طلايی چرګ او سلو ګلونو په نامه د چين د څوارلسمې دورې د فلم فيستوال د چين د ساحلی ښار په سان يا کی جوړ شو. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د فلم د نوموړي فيستوال په هکله څه معلومات واورئ.
د طلايي چرګ په نامه د چين د فلم يو لړ جايزې چی په ١٩٨١ کال کی غوره هنرمندانو ته ورکړي شوي وې او په ١٩٦٢ کال کی د سلو ګلونو په نامه يو لړ جايزې په چين کی د فلم جوړولو په چارو کی لويې جايزې دي. د طلايي چرګ په نامه جايزې د چين د فلم جوړولو په ساحه کی د متخصيصانو له خوا د رايو په ورکولو سره رامنځته شوی، خو د سلو ګلونو په نامه جايزې د چين د ګڼ شمير مينه والو له خوا ټاکل کيږي .
سږ کال د نوموړي فيستوال په ترڅ کی د غوره کيسې، ډايرکتر، عمده نارينه او ښځينه هنرمندانو په شمول د طلايي چرګ په نامه شپاړس جايزې ټاکل شويدي.
( لومړی اواز)
ګرانو اورېدونکو همدا اوس مو د ککشيلی په نامه فلم کی اواز واوريد. د که ککشيلي او د تايهانګ غره په نامه دوو فلمونو ته د غوره کيسې جايزې ورکړې شوي. د ککشيلی په نامه فلم چی د يوې رښتينی کيسې له مخی جوړ شوی، د چين داسی لومړی فلم ګڼل کېږی چی پکی په لويديځه برخه کی د خطرونو څخه د تجربو د لاس ته راوړلو په ترڅ واخيستل شويدی. ځوان ډايرکتر چی لو چوان نومېږی، د خپل کاری ګروپ سره يو ځای د چينګهای او تبت د لوړې دښتې د که که شی لی په طبيعی ساتونکی سيمه کی چی له سمندری سطحې نه څه دپاسه پنځه زره متره لوړه ده، نوموړی په زړه پوری فلم جوړ کړ. د دې فلم کيسه دا ده چی د غره اته ساتونکی کارکونکي د تبتی هوسيو د ساتلو دپاره ککشيلي ته ننوتل او د هوسيانو له غير قانوني ښکاريانوسره يی مبارزه وکړه. دغه فلم د هېواد په دننه او بهر کی يو لړ جايزې او ستاينې تر لاسه کړې. د روان کال نه راهيسی د لو چوان په نماينده ګۍ ځوانو ډايرکترانو يو شمېر غوره هنری فلمونه جوړ کړل چی د ډير زياتو خلکو خوښېږی.
سږ کال د طلايي چرګ په نامه د جايزې اخيستونکو فلمونو او هنرمندانو د ټاکنې په بهير کی داسي لوی بدلون رامنځته شو چی د هانکانګ، مکاو، تايوان د چين د لويې وچې سره يو ځای جوړ شوي فلمونه او د فلم جوړولو کارکونکي د لومړی ځل دپاره پکی برخه واخيستله. د هانکانګ مشهور هنرمند چنګ لونګ چی د چين په ګون فو يعني په چيني بوکس کی ډير تکړه دی، د پوليسو د نوی کيسې په نامه فلم کی د غوره هنر د ښودلو له امله د هانکانګ لومړی هنرمند ګرځېدلی دی او نوموړی جايزه يی ګټلی ده. په نوموړی فلم کی چی د شلو کلونو نه مخکی د پوليسو د قيصې په نامه د يوه مشهور فلم سيريال دی، چنګ لونګ نه يوازی خپل خصوصيتونه ساتلی دی، بلکه يی په دي فلم کي د رول د احساساتو د څرګندولو په برخه کي هم ځانګړي هنر په ښه شان سره ښودلی دی . د نوموړې جايزې د تر لاسه کولو نه وروسته، چنګ لونګ په مسکا سره خبريال ته وويل
( دريم اواز)
په اصل کي مې د دې جايزې د اخيستلو امکان نه درلود ځکه چی انتخابونکي د هنری توان ته په درنه سترګه ګوری. نو زه بايد دا ثابته کړم چی زه پور
هنری توان لرم.
د نوموړي فيستوال په موده کی د سان يا په ښار کی د بين المللی فلمونو د ښودلو فعاليتونه هم جوړ شول چی د امريکې، فرانسې او جاپان په شمول له اوه لسو هېوادونو څخه راغلي شل تازه فلمونه نندارچيانو ته ښودل شويدي. د کوريا د جمهوريت يوه ډايرکتر چنګ بی يی خپل فلم چين ته اړولی دی او په نوموړو فعاليتونو کی يی برخه واخيسته. هغه خبريال ته داسی وويل
( پنځم اواز)
زه ډير خوشحاله يم چی د فلم په نوموړي فيستوال کی ګډون لرم، چين ډير زيات هنری فلمونه جوړ کړي دي. هنرمند چنګ لونګ او ډايرکتر جانګ يی مو زه ډير خوښېږی.
د سلو کلونو نه مخکی په چين کی د لومړی ځل دپاره فلم جوړ شو او په دې ساحه کی په سلو کلونو کی ستر برياليتوبونه تر لاسه شويدي. د وروستيو څو کلونو نه راهيسی په زياتو کوښښونو سره د چين د فلمونو شمېر او عايدات يی په ثابته توګه زيات شوي او په بين المللی ټولنه باندی يی زياتې اغېزې اچولی دي.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و، د طلايی چرګ او سلو ګلونو په نامه په چين کی د څوارلسمې دورې د فلم فيستوال. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د اورېدو له امله مننه کوو. ستاسو د روغتيا په هيله!