د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د بين المللی امنيتی امدادی اردو يو پوځی موتړ د نوامبر په پنځه ويتشمه نيټه د افغانستان په شمال کی د بم د بريد سره مخامخ شو او په نتيجه کی د سوئدن څلور عسکران ټپيان شول او پکی يو تن سخت ټپی شو. د سوئدن د يو عسکرپه قول ، په نوموړو څلورو ټپيانو کی يو تن مړ شوی دی. په دې وروستي موده کی په افغانستان کی بين المللی امنيتی امدادی اردو څو څو ځله له بريدونو سره مخامخ شو او د نوامبر په مياشت کی لږ تر لږه اوه تنه مړه او تقريبا څوارلس تنه ټپيان شول.
|