<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-26 18:31:03    
د بزګر هو اينګ شيانګ کيسه

cri

ګرانو دوستانو ،نن به مو د چين د منځنی برخی په غرنی سيمی کی د يوه بزګر د کيسی په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو .دا بزګر چی نوم يی هو اينګ شيانګ دی .د يو ډول محلی وحشی منبع څخه په استفادی سره خپل عايدات زيات کړی او د خپل کلی شکل يی بدل کړی او کوی يی .

٥٢ کلن هو اينګ شيانګ د چين په منځنی برخی د هو نان د ولايت د وو لين په غرنی سيمی کی اوسيږی .په ١٩٩٦ کال کی په نوموړی سيمی کی ډير سخت سيلابونه رامنځته شول چی په دی اثر د ده کور او مغازه ويجاړ شول .که څه هم حکومت په وخت سيلاب ځپلو کسانو ته امدادی پيسی ور کړی ،مګر دا عمل د دوی ژوند ته اساسی بدلون ور نه کړ .نو هو اينګ شيانګ په دی فکر وکړ چی د چايو د وحشی د ونو څخه په استفادی سره خپل عايدات زيات کړی .هغه وويل چی خاصه هوا او ځمکی د دغه ډول ونو د روزلو دپاره ښه شرايط برابروی .د نوموړی ونی پاڼی خوږی دی او د تندی د له منځه وړلو دپاره ښه رول لوبوی .هو اينګ شيانګ د کتابونو د لوستلو له لاری د نوموړی ونی په هکله لازيات معلومات تر لاسه کړی دی نو و يی غوښتل چی د دغی ونی له پاڼو څخه په استفادی سره يوه ډول خواږه چای توليد کړی .لږه موده وروسته هغه له نورو کليوالو نه ٨٠ زره ژن مين بی يوانه په پور واخيستل او د چايو د چمتو کولو دپاره يی تجهيزات واخيستل او د دغه ډول د چايو د توليد فابريکه يی جوړه کړه .کله چی نوموړی چای بازار ته داخل شول سمدلاسه د زياتو کسانو له خوا په پراخی خوښی سره ومنل شول او په همدی کال کی هو اينګ شيانګ خپل پورونه بيرته ادا کړل .

د چين د چای پوه او د کرنی عالم پوه چنګ ليانګ بين د نوموړی چايو د څيړنی نه وروسته په خوشحالی سره وويل چی نوموړی چای د ناروغيو په ضد د بدن د لياقت د لوړوالی دپاره ځانګړی ورل لوبوی .

د نوموړو چايو د توليد په بهير کی هو اينګ شيانګ زيات مشکلات له منځه يووړل .مګر د ده د کوششونو له امله يی د چايو په باب نوی تخنيکونه هم رامنځته کړل او په عين وخت کی يی د نيالګيو د روزلو دپاره هڅه هم وکړه .اوس هو اينګ شيانګ د نيالګيو د روزلو دپاره يوه اډه جوړه کړی ده چی مساحت يی تقريبأ ٦ هکتار دی .هغه وويل چی د دغی ونی د نيالګيو پراخه روزنه نه يوازی خپلی فابريکی ته ښه چای برابروی بکله د شنو مځکو د اندازی د زياتوالی دپاره هم مهم رول لوبوی او ځمکی ښی ساتی ترڅو سيلابونه رامنځته نه شی .

د هو اينګ شيانګ د چايو فابريکی محلی کليوالو ته ګټی رسولی دی او هر کال هغه د ٢٠ زره کليو ګرامو په اندازه د خوږو چايو پاڼی چمتو کوی چی زياتره يی له محلی بزګرو نه اخلی او په عين وخت کی د بزګرو په روزنی لاس پوری کوی او دوی ته د نوموړی ونی د روزنی درس ور کوی .اوس محلی بزګران د نوموړی چايو له لاری خپل عايدات زياتوی .زياتو بزګرانو هم د نوموړو ونو ساتنه پياوړی کړی ده .

اوس هو اينګ شيانګ د تجارتی مارکونو د ثبتولو په دفتر کی د دا شو او په نوم خپل چای ثبت کړی دی .د تير کال د می په ماشت کی د ده چای د هو نان ولايت په علمی او تخنيکی نندارتون کی طلائيی جايزه تر لاسه کړه .تر اوسه پوری د ده چای په جاپان ،امريکی او نورو هيوادونو کی هم پلورل شوی دی .