<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-26 18:05:32    
د سبزي خوراکونواو دغوړو د انتخابولو په باب څه تجويزونه

cri

يو شمير خلک د روغتيا له پاره تل د سبزي خوراکونه خوري ، خو په نتيجه کې روغتيا ته زيانونه رسوي ٠ نو د توجه وړ خبره دا ده چه د هغو کسانو له پاره چه د سبزي خوراکونو خوړل ساتي ، بايد د نوموړو خوراکونو د خوړلو او د ډوډۍ پخولو په وخت کې دي ټکو ته متوجه شي ٠ لومړي د طبيعي شرائطو سره سم وخوري ٠ يعني تر وسي پوري بيلا بيل طبيعي نباتات انتخاب شي ، په دي هکله ښه به دا وي چه د موسم دبدلون سره سم د روان موسم بيلا بيل سبزي او ميوي وخوري٠ دوهم ، بايد هغه شپږ ډول غذايت لرونکي سبزي او ميوي وخوري چه هيدرو کربن ، چربي ، البومين ، اوبه ، ويتامين او معدني مواد پکي موجودي دي ٠ ترڅو چه د بدن د اړتيا وړ ضروري او غذايي موادو کمښت ليري شي ٠ د سبزي خوراکونو ساتونکو له پاره بايد تر وسي پوري زيات قسمونه د سبزي خوراکونه انتخاب کړاي شي ٠ دريم ديو شمير سبزي خوراک ساتونکو کسانو په نظر د حيواتاتو غوړي او غوښو نه خوړل د چاغوالي او د زړه او د رګ د ناروغۍ مخنيوي کولي شي ، خو بايد وويل شي چه دعلمي څيړنې له مخې لوړ پروتين او قند لرونکي سبزي هم دوينې د لوړ فشار او د قند د ناروغيو سبب کيږي ٠ نو د نوموړو کسانو له پاره ښه به دا وي چه په غوړي کې سره شوي خوراکونه يا زيات غوړي لرونکي سابه خوراکونه زيات و نه خوري ٠ څلورم ، بايد مساعده اندازه البومين زيات شي ٠ ټولو ته معلومه ده چه په نباتاتي خوراکونو کې د اسيد أمينه په نسبت د بدن اړتيا نه شي پوره کيداي ٠ نو داړوندو کارپوهانو په نظر د سبزي په خوراکونو کې بايد مساعد البومين زيات کړي ، لکه شيدي ، د شيدو توليدي خوراکونه او داسي نور ٠ پنځم ، له دي امله چه په نباتاتي خوراکونو کې د اسيد مواد ، سلولز موجود دي او دغه ډول مواد د انسان په بدن کې د کلسيم ، اوسپنې، منيزيوم ، روي او داسي نورو معدني موادو د اخيستنې مخنيوي کوي ٠ نو ډکترانو وايي چه د سبزي خوراک ساتونکي بايد شيدي او د شيدو توليدي خوراکونه زيات وخوري څو چه په بدن کې د کلسيم اړتيا پوره شي ٠ دغه راز هم بايد تل د لمر تر وړانګو لاندې وګرزي ٠ ځکه د لمبر واړنګې د کلسيم د اخيستنې له پاره مرستندوي رول لري ٠

بله خبره دا ده چه ټولو ته معلومه ده د انسان په ورځني ژوند کې يا نباتي غوړي يا د څارويو .غوړي ضروري شيان دي ٠ له دي امله چه د خوړلو وړ غوړي زيات قسمونه لري ، نو د اړوندې څيړنې له مخې د روغتيا له پاره ښه به دا وي چه بيلا بيل غوړي انتخاب او وخوري ٠ د ځينو خلکو په نظر تباتي غوړي د روغتيا خصوصأ د چاغوالي د مخنيوي له پاره ګټور دي ٠ مګر په دي وروستيو وختونو کې د جاپان دتازه طبي علمي څيړنې له نتيجې نه ښودل شوي چه د انسان په وينه کې د کلسترول د کموالي په هکله د تباتي غوړي رول موقتي دي ، له ليري نظره که نباتي غوړي ډير زيات وخوړل شي ،د وينې د لخته کيدو خطر به رامنځ ته شي ٠ نو زمونږ په ورځني ژوند کې د اشپزې په ترڅ کې دي تر ممکنه حده پوري بيلا بيل قسم غواړي استعمال شي ٠ بله مسئله دا ده چه په بيلا بيلو تباتي غوړيو کې د انسان د روغتيا له پاره کوم ډول غوړي نسبتأ ګټور دي ؟ د اړوندې څيړنې له مخې په بيلا بيلو خوراکي تباتي غوړيو ګې د زيتون غوړي د غذايي او روغتيايي ارزښت له نظره تر ټولو نه لوړ دي او تر اوسه پوري له ټولو کشف شويو تباتي خوراکي غوړي نه تر ټولو د انسان د غذايي اړتيا سره مساعد دي ٠ بله د توجه وړ خبره دا ده چه عمومأ خلک د اشپزي په وخت کې دا عادت لري چه په سره شيويو غونړيو کې ځيني خوراکونه پخوي ، د دوي په نظر له دې لارې پاخه شوي خواړو ډير خوند لري ٠ خو د علمي څيړنې له مخې که غوړي په ديګ کې سري شي ، يوه برخه غوړي به په يو ډول د اکسيژن ترکيبات بدل کړي چه دغه ډول مواد د سرطان د ناروغۍ سبب کيږي ٠نن ورځ د اقتصاد او ټولنۍ په پرمختيا سره اوس په بازار کې ډول ډول غوړي پيدا کيږي ، څتګه ښه غوړي وپيژنو ، تر ټولو نه يوه ساده طريقه دا ده چه لومړي وګوري چه د غوړيو رنګ ژيړ ښکاري او که غوړي په ديګ کې سري شي، دود نه کوي ، دا به ښه وي ٠