
د سين هوا اژانس د خبر له مخی په افغانستان کی د امريکايی پوځ عمومی قوماندان د نوامبر په شپږويشتمه نيټه وويل چی د اکتوبر په لومړی نيټه په کندهار کی د دوو تنو امريکايی عسکرو له خوا د طلبانو د وسله والو کسانو د مړو سوځول د روغتيا دپاره ؤ او د جګړې په باب له قانون او د ژنيو له کنوانسيون څخه يی غاړه نه ده غړولی، خو په يوه اندازه کی د افغانستان د مذهبی عنعناتو سره مخالفت دی، نو نوموړو دوو تنو عکسرو ته د سزا ورکولو دپاره به دوی د نظامی منصب د لوړېدو له حق څخه محدوم شی. علاوه پر دې، نور دوه تنه امريکايی عسکران به هم د افغانستان عامو خلکو ته د کفرکوونکو خبرو کولو له امله مناسبه سزا ومومی.