سږ کال د منی نه راهيسی، د مرغانو د انفلونزا سخته ناروغی نه يوازی د اسيا په ځينو هېوادونو لکه ويتنام، اندونيزيا، تايليند او چين کی خپره شوی، بلکه د اروپا په روسيه ، کرواتيا او رومانيا کی هم پيدا شويده. د ٢٠٠٤ کال د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ په نسبت، سږ کال د دغی ناروغی د خپرېدو نښی ډېری دی.
د چين د مرغانو د انفلونزا د سختی ناروغی د وقايی او علاج د لارښوونی د څانګی د اړوند شخص په قول، د ناروغی د نښو څخه څرګنديږی چه مهاجر مرغان د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د ويروس د خپرېدو حقيقی سرچينه ده. له دې امله د مهاجرو مرغانو د ناروغۍ د نظارت پياوړتيا د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د سرچينی د پيدا کولو لپاره ډېر اهميت لری. دغه ځل د مرغانو د انفلونزا ناروغی په عين وخت کی د اسيا په ډېرو هېوادونو کی رامنځته شوی چه د مهاجرو مرغانو سره اړيکی لری.
د چين د ځنګلونو د چارو د رياست مرستيال لی جيا فو څو ورځی دمخه هم وويل چه چين د مهاجرو مرغانو د لارو په حساس ځای کی پروت دی . په نړۍ کی د مهاجرو مرغانو اته مهمی لاری شته او پکی د لوېديځ ارام بحر ، د ختيځی اسيا څخه تر استراليا پوری او د منځنی اسيا څخه تر هند پوری دری لاری د چين د مهاجرو مرغانو د تيرېدو سره نژدی اړيکی لری.
د چين د ځنګلونو چارو د رياست بل مرستيال جاو شوی مين د نوامبر په دو لسمه نيټه د وزيرانو په درجه د لندو زمګو
د کنوانسيون د متعهدو هېوادونو د عمومی اسامبلی په غير رسمی غونډه کی له متعهدو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چه د مرغانو د انفلونزا ناروغۍ د مهاجرو مرغانو په واسطه د خپرېدو د حالت نظارت پياوړی کړی او د بين المللی همکاری له لارې د مهاجرو مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د خپرېدو د وقايی او کنترول لپاره موثر تدبيرونه ونيسی. ډېر پوهان د نوی تخنيکی لارې په استعمالولو سره د مهاجرو مرغانو د تيرېدو د لارو نظارت کوی .
سږ کال د پسرلی راهيسی، د چين د ځنګلونو چارو رياست د وحشی حيواناتو د ناروغۍ د نظارت د سيستم په جوړولو پيل وکړ او د چين په مهمو سيمو کی يی د وحشی حيواناتو د ناروغۍ د نظارت يو سلو اتلس دولتی مرکزونه جوړ کړی او د ناروغۍ د نظارت خاص ارګان يعنی د چين د ځنګلونو د چارو د رياست د وحشی حيواناتو د ناروغۍ د نظارت عمومی مرکز يی جوړ کړی دی. د بيلا بيلو ولايتونو او ښارونو د ځنګلونو د چارو ارګانونو د دولت د ځنګلونو د چارو د رياست د پرېکړی سره سم څه دپاسه څلور سوه مرکزونه هم جوړ کړی دی.
د چين د ځنګلونو د چارو د رياست د نطاق څاو چينګ ياو په قول، د بيلا بيلو ولايتونو او ښارونو د ځنګلونو د چارو ارګانونو بېړنی پرېکړی کړی دی چه په جدی توګه د مهاجرو مرغانو د حالت نظارت وکړی. مثلا د شان دونګ ټاپووزمه په ژمی کی د مهاجرو مرغانو د اوسيدو له مهمو ځايونو څخه ده .هر کال نژدی دوه سوه ډولونه مرغان له روسيی، مغولستان او د چين د شمالی سيمی څخه د ژمی د تيرولو لپاره دلته راځی . اوس د شان دونګ په ولايت کی د مهاجرو مرغانو د نظارت څلور مرکزونه جوړ شوی دی. د ان هوی ولايت په چين کی د ابزی مرغانو د اوسيدو يو مهم ځای دی . د ان هوی د ولايت د ځنګلونو د چارو ارګان د دغو مهاجرو مرغانو د تيرېدو د عادت او د اوسيدونکو د ځايونو سره سم د ناروغۍ د نظارت دری مرکزونه جوړ کړی دی.
څاو جينګ ياو وويل چه د نوامبر تر پنځلسمی نيټی پوری د نظارت له مخی، د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ له امله د مهاجرو مرغانو د مړينی په باب هېڅ راپور نه دی تر لاسه شوی.