د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين د روغتيا د وزارت او د روغتيا د نړيوال سازمان د څېړنی ګډ ګروپ د نوامبر په اته ويشتمه نيټه د چين د ان هوی په ولايت کی د مرغانو د انفلونزا په ناروغۍ د دوو مړه شويو کسانو په مفصله څېړنه پيل وکړ. نوموړی ګروپ د چين د روغتيا د وزارت په بلنه د ان هوی په ولايت کی څېړنه وکړه . د دری ورځنی څېړنی په ترڅ کی به متخصصين د ناروغۍ په باب د محلی طبی کارکوونکو راپور واوری او د دوی سره به د نظريو تبادله وکړی. د څېړنی نه وروسته به متخصصين د ان هوی د ولايت د روغتيا څانګی ته د څېړنی معلومات ورکړی.
|