<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-28 18:19:18    
د محترم عيانت الله رمز په هکله څه معلومات

cri

ګرانو اويدونکو ، د افغانستان د سمنګان د ولايت اوسيدونکی په ليک کی هيله څرګنده کړی ده چه د افغان کارپوه هنايت الله رمز صاحب په هکله معلومات ترلاسه کړی . رمز صاحب يو ډير مهربان او زيارکښ کارکوونکی دی او په تيرو دريو کالو کی يی د سی ار ای راډيو د پښتو څانګی د چينايی کارکوونکو سره زياتی مرستی او ښه همکاری کړی ده . ده د هغو پخوانيو پښتنو کارپوهانو په شان چه په چين کی يی کار کړی ؤ ، د چين د بين المللی راډيو د پښتو خپرونی د ترقی او ښکلا لپاره زيات خدمتونه سر ته رسولی دی . مونږ ورڅخه ډيره مننه کوو او هيڅکله به ددوی نوموړی خدمتونه هير نه کړو .

درنو اوريدونکو ، اوس به د محترم رمز لخوا پخپله تاسو ته ځان وپيژندل شی .

د محترم محمد عارف عرفان او نورو قدرمنو اوريدونکو د هغو پوښتنو له مخی چه زما په هکله يی معلومات غوښتی ، بايد ووايم چه ما دمخه يو ځل خپل ځان معرفی کړی ؤ ، خو بيا هم د محترمو اوريدونکو غوښتنو ته په درناوی زما نوم عنايت الله او تخلص می رمز دی ٠ د زيږيدو اصلی ځای می د کاپيسا ولات د تګاب ولسوالی ده ٠ خو د څه ناڅه ٣٦ کالو راهيسی د خپلی کورنی سره په کابل کی ژوند کوم ٠

د ژورناليزم په څانګه کی لوړ تحصيلات لرم او په همدی څانګه کی می د ماستر په درجه عالی زده کړې په پخوانی شوروی اتحاد کی سر ته رسولی دی ٠

بايد ووايم چه د عالی زده کړو د مخه کله چه د دولسم ټولګی نه فارغ شوم ، په کابل کی می د اصلاح انيس په ورځپاڼه کی په کار پيل وکړ او بيا می د جمهوريت ، د هيواد او کابل تايمر په ورځپاڼی کی خپل کار ته دوام ورکړ ٠ د اته کالو دندی نه وروسته د لوړو زده کړو لپاره د هيواد نه بهر ته ولاړم او له شپږو کالو زده کړو نه وروسته می دوهمه دنده په راډيو افغانستان کی پيل شوه ٠

د راډيو افغانستان په روزنی اداری او د اصلاعاتو د لوی مديريت په مختلفو خپرونو کی د پروديوسر او هم د نوموړو لويو مديريتونو د مرستيال او بيا د اصلاعاتو د لوی مدير او امر دندی هم سرته رسولی دی چه په راډيو افغانستان کی زما د کار ټوله موده شپاړلس کاله وه ٠ وروسته له دی نه د ١٣٨١ هجری لمريز کال د جدی له مياشتی نه چه د ٢٠٠٣ کال له پيل سره سمون خوری ، د چين د بين المللی راډيو په پښتو خپرونی کی په کار پيل وکړ .

د چين د په بين المللی راډيو کی زما د کار له پيل نه تر اوسه پوری ما داسی احساس کړی دی لکه خپل کور او خپل وطن . ځکه دلته د پښتو خپرونی ټول چينايی مشران ، کارکوونکی او نوی ځوان کارکوونکی د احترام ، درناوی او همکاری په روحيی کار کوی چه د يوه پردی کارکوونکی لپاره د کار داسی ښه چاپيريال اصلأ بيګانه او پردی نه وی .

نو له همدی امله ما دلته د کار دغه تير دری کاله د پوره خوښی ، خوشحالۍ او صميمت په فضا کی تير کړی دی . البته بايد ووايم چه د کار د ښه والی او دپښتو ژبی د بډايني په لاره کي چه هر څه زما په وس کي و، هم دريغ ندی کړی او تل می د مشرانو همکارانو او نورو ځوانو همکارانو سره د کار او دندې ټولې ستونزې د مشورې او يو بل ته د مرستي په روحيه حل کړيدی .

د راډيويي خپرونو د دندو تر څنګ هغو چينايي ځوانانو سره چه همدااوس په ډيپارتمنت کي شامل دي ، د پښتو ژبې د تدريس چارې هم په غاړه لرم او په نوموړي ډيپارتمنت کي کي د نورو درې تنو چينايي استاذانو تر څنګ چه هغوي هم د پښتو ژبې تکړه استاذان دي ، زده کوونکو ته د پښتو ژبې د ښوونې او روزنې چارې پر مخ وړو چه انشاالله نوموړي زده کوونکي به د نوموړي ډيپارتمنت څخه د فراغت نهوروسته د پښتو ژبي په خدمت کي د همت ملاوي وتړي او د خپلو تيرو همکارانو پهشان به د چين او افغانستان د د دوستۍ د مزې لا نور هم ټينګ وساتي . خو د خپلو نوموړو څرګندونو په پاي خپلو ګرانو اوريدونکو ته دا ويل غواړم چه د همدي عيسوي کال په پاي کي زما دنده دلته پاي ته ورسيږي او بيرته خپل وطن ته ستنيږم . خو هغه چه چه زما په زړه او زما په فکر کي به د تل دپاره پاتي وي ، هغه په چين کي زما د ژوند ، کار او د چين د بين المللي راډيو د پښتو خپرونې د ټولو چينايي کارکوونکو د صميمت ، مهرباني او ميلمه پالنې خوږي خاطرې دي چه دغه خوږي خاطرې به زه هيڅکله هيرې نه کړم ځکه چه ما ته دا پوره په ثبوت وسيدله چه چينايان مهربانه ، ميلمه پاله او د درناوي وړ خلک دي . په ځانګړي توګه د پښتو څانګې ټول کارکوونکي د نوموړوښو صفتونو تر څنګ د چين او افغانستان د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب يوه روښانه بيلګه ده .