<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-29 16:58:02    
ښځو ته ډيره پاملرنه او د مرغانو د انفلونزا د سرايت مخنيوي

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم !

ټولو ته معلومه ده چه د تيرو نژديو څو کلونو راهيسې نوی ډول انفلونزا او د مرغانو انفلونزا د خلکو روغتيا ته تهديد رسولی دی . د ښځې او ټولنې په نننی خپرونه کی به د مرغانو د انفلونزا د وقايی په باب يو مضمون واورئ چه عنوان يی دی : ښځو ته ډيره پاملرنه او د مرغانو د انفلونزا د سرايت مخنيوی

د انسانانو انفلونزا په ای ، بي ، سي درو ډولونو ويشل کيږي او په دی جمله کی د ای ډول انفلونزا په عمده توګه د مرغانو له انفلونزا څخه راځي . د نوموړی ډول انفلونزا انسانانو ته خپريږي . د انفلونزا ويروس ژر بدليږی . څرنګه چه د انفلونزا د نوی ډول ويروس د رامنځته کيدو په وخت کی د انسان په بدن کی د نوموړی ډول ويروس په ضد پادتن نه شته ، نو انسان په اسانه توګه په دي ناروغۍ اخته کيږي . په تيره پيړۍ کی د دريو نويو ډولونو انفلونزا په نړۍ کی انسانانو ته زيات تلفات رسولي وو . نوموړی انفلونزا په جلا جلا توګه په ١٩١٨ ، ١٩٥٧ او ١٩٦٨ کال کی رامنځته شوه او په ١٩١٨ کال کی په اروپا کی د H1N1 ای ډول انفلونزا د سرايت په اثر د نړۍ د عمومي نفوسو په سلوکی له لسو څخه تر پنځه ويشتو پوری برخه مړه شوه په بله ژبه له شلو ميليونو څخه تر پنځوسو ميليونو پوری خلک مړه شول . په ١٩٦٨ کال کی د مرغانو د H3N2 انفلونزا په اثر په نړۍ کی څه دپاسه اوه لکه تنه مړه شول . تر اوسه پوری ، د انفلونزا د وقايی او د علمي ترقی له امله ، په نوی ډول انفلونزا د اخته شويو ناروغانو د مړه کيدو ميزان ډير کم دی . په اوسنی نړۍ کی د ترانسپورتی چارو د انکشاف له امله ، نوی ډول انفلونزا په ساده توګه يو بل

ځاي ته خپريږي . امکان شته چه دغه ناروغۍ په څو ورځو کی په ټولی نړۍ کی سرايت ومومی . نو د نوی ډول انفلونزا ساده سرايت د اوسني طب دپاره يو سخت چلينج دی .

ددې سختې ناروغۍ سره د مبارزې دپاره مونږ بايد ددې ناروغۍ د خطرونو په باب معلومات لاس ته راوړو تر څو د حده زياتې وارخطايي او ويرونې څخه ځان وژغورو او لاندني لازم تدبيرونه غوره کړو .

لومړی : بايد هميشه لاسو مينځو او د مرغانو له فضلي موادو سره تماس و نه نيسو . د روان کال د نوامبر تر دوهمی لسيزی پوری هيڅ څوک د مرغانو په H5N1 ډول انفلونزا باندي نه و اخته شوی . نو له دی امله لازمه ده چه بايد په دي موده کي کورني مرغان يا هګۍ وا نه خلو. د ډوډی د خوړلو نه مخکی بايد د لاس د مينځلو مايع له لاری خپل لاسونه ښه ومينځو، که اوبه نه وی ، لاس نه شو مينځلی ، بايد د لاس د پاکولو هغه کاغزی د سمال استعمال کړو چه په سلو کی اويا الکول لرونکو اوبو باندی لوند شويدی . هغه کسان چه د ناروغۍ د سرايت په سيمو کی اوسيږی يا نه اوسيږي ، لاهم بايد د مرغانو له فضله موادو او مرغانو سره د تماسونو څخه مخنيوی وکړی .

دوهم ، مونږ بايد د انفلونزا په ضد واکسين تطبيق کړو .

هرڅوک بايد په هغه وخت کی چه هر کال له اکتوبر څخه د راتلونکی کال تر مارچ پوری د انفلونزا په ضد واکسين تطبيق کړي ، تر څو په انفلونزا د اخته کيدو مخنيوی وکړی . که د واکسين د تزريق کولو نه وروسته د انفلونزا سخته نښه رامنځته شي ، نو امکان شته چه په نوی ډول انفلونزا اخته شوي وي او د پروخت تشخص او علاج له لارې خپله ناروغۍ تر کنترو لاندي راولی .

دريم ، د ناروغۍ په ضد خپل مصونيت بايد پياوړی کړی .

د انسان په بدن کی مصونيت د انفلونزا په ضد لومړنی شرط دی ، نو په ژوند کي د توجه وړ خبره دا ده چه بايد سبزي او ميوې زياتې او خواږه شيان او غوښې کمې وخورو څو چه غذايي انډول وساتل شي . ډيره مهمه خبره دا ده چه بايدوشاتو . برسيره پردې مونږ هم بايد د خپل مصئونيت د لوړولو دپاره د اوو ساعتو دپاره خوب وکړو .