<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-29 17:56:48    
د ختيځی أسيا د درو قوی هيوادونو تر منځ سيالی د أسيا د سپورت د ودې لپاره مهم دی

cri

 د ختيځی أسيا د څلورمی دوری سپورتی لوبی لږه موده د مخه د چين د مکاو د خاصی اداری په سيمی کی تر سره شويدې ٠ د پخوانيو درو دورو په شان د سپورت په ساحه کی د ختيځی أسيا د قوی هيوادونو چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت هيئتونو لا هم لومړی ، دوهم او دريم مقام ونيوه او د دوی تر منځ سپورتی سيالی او تګ راتګ د أسيا د سپورت د لوړی سويی نمايندګی کوی او د ختيځی أسيا حتی د ټولی أسيا د سيمو د سپورت د ودې لپاره ډير مهم دی ٠

د ختيځی اسيا سپورتی لوبی چه په څلورو کالو کی يو ځل تر سره کيږي ، په دې سيمی کی يوه ستره سپورتی غونډه ده او په تيره دوره کی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د يوولسو ډولونو په شمول اوولس ډولونه سپورتی لوبی تر سره شوی او د نهو هيوادونو او سيمو څه دپاسه دری زرو تنو لوبغاړو پکی ګډون درلود ٠

د مکاو په اړه د ختيځی أسيا د سپورتی لوبود انتظامی کميټی رئيس شياو وي لی د نوموړو لوبو د اهميت د يادونی په وخت کی وويل لومړی ، له دې امله چه د سپورت په ساحه کی دری غښتلی هيوادونه چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت په ختيځه أسيا کی پراته دی ، نو دغه لوبی د أسيا د سپورت د ګډې ودې لپاره مهم رول لوبولی دی ٠ دوهم : د قطرپه دوحا کی د ٢٠٠٦ کال د أسيا د سپورتی لوبو د مخه دغه لوبی د چين ، جاپان او کوريا د لوبغاړولپاره يو تمرينی فرصت برابر کړيدی ٠ دريم ، دغه لوبی لا نورو لوبغاړو ته په مسابقو کی د ګډون کولو چانس ورکړی دی ٠ مونږ دا وليدل چه د ختيځی أسيا په تازه ختم شويو

سپورتی لوبو کی مکاو هم ښه موفقيتونه تر لاسه کړل چه د مځکی مساحت ئی ډير کوچنی دی ٠ زه هيله لرم چه د ختيځی أسيا سپورتی لوبی به نور زيات غوره او غښتلی لوبغاړی وروزی او د أسيا د سپورت د ودې لپاره به مهم رول ولوبوي ٠

د ختيځی أسيا د نورو هيوادونو په نسبت چين تل مخکنی مقام نيسي او د نوموړی دوری سپورتی لوبو ته ئی يو ډير غوره هيئت ورليږلی ؤ ٠ د کوريا د جمهوريت د هيئت رئيس لی سونګ ګوک وويل د سپورت په ساحه کی په أسيا کی کوريا ، چين او جاپان دری قوی هيوادونه دی په تيره بيا چين ٠ د چين لوبغاړی له يو ملياډ او درو سوو مليونو تنو نفوس څخه انتخاب شويدی ، چين هم د سپورت له لاری د هيواد د مقام لوړتيا ته زيات اهميت او پاملرنه ورکوی ٠ په عين وخت کی له دې امله چه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبی به په بيجينګ کی تر سره شي ، نو چين لا نوره عاجله هيله لری چه د سپورت په برخه کی د يو قوی هيواد په توګه وګڼل شي ٠ نو ځکه زما په نظر د چين لوبغاړی ډير غوره او غښتلی دی او هم د خپل حکومت قوی ملاتړ تر لاسه کوی ٠ زما په نظر د سپورت سويه د سياليو له لاری لوړيږي ، که سيالی نه وی پرمختګ هم تر لاسه نه کيږي ٠

د ٢٠٠٦ کال د دوحا د اسيا د سپورتی لوبو او د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو څخه د تجربو د لاس ته راوړلو لپاره به چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت زيات شمير ځوان لوبغاړی وروليږي ٠

د جاپان د نوموړو لوبو د هيئت مشر ساکاری کوجی وويل دا مهمه خبره نه ده چه په دی لوبو کی څومره طلايی مدالونه تر لاسه کوو ، د لوبغاړو د مهارت لوړوالی ته ډير اهميت ورکوو او هيله ئی کوو چه د مسابقو له لاری لا زيات غوره لوبغاړی پيدا شي

او د راتلونکو لوبو لپاره غوره تجربی تر لاسه کړو ٠ هغه وويل د تير کال د اټن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی چين او جاپان دواړه ښه موفقيتونه تر لاسه کړيدی ٠ په أسيا کی د اوږدی مودی نه راهيسی چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت د سيالو عمده حريفان دی ، نو د أسيا حتی ټولی نړۍ له لحاظه دغه درې هيوادونه د سپورت د ودې په هکله عمده رول لوبوی او د دوی تر منځ د سپورت سيالی به هم د اوږدی مودی لپاره دوام ولري ٠