<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-29 18:46:48    
کوربه ښار

cri
د سنت لويس ښار چی د فرانسې د يوه پخواني پاچا په نامه ونوموړل شو ، د امريکې اتم لوی ښار دی او د ميسيسپی سيند د ختيځی غاړې په اوږدو کی پروت دی. په اتلسمه پېړۍ کی دغه ښار د فرانسې تر کنترول لاندي د څارويو د پوستکو يو لوی بازار و. په ١٨٠٣ کال کی دغه ښار امريکې ته بېرته ورکړ شو او په ١٨٠٨ کال کی د ښار په درجه وټاکل شو. د نولسمې پېړۍ له پنځمې لسيزې څخه په دي ښار کي اوسپنيزې لارې او بندرونه جوړ شول چه په دي توګه ددې ښار صنعت او تجارت چټکتيا وموندله او د امريکې د لويديځو سيمو د ابادۍ دپاره يي د يوې اډې په توګه رول ولوباوه .
يو ځل بيا ناکام شو
په اتن او پاريس کی د اولمپيک د سپورتی لوبو نه وروسته، د کاوبرتين په مشرۍ د اولمپيک بين المللی کميټې د اولمپيک د سپورت د جهانی کېدو دپاره وغوښتل چی په امريکا کی د اولمپيک سپورتی لوبې جوړې شی. نو په ١٩٠٢ کال کی د اولمپيک د بين المللی کميټې په يوه غونډه کی کاوبرتين فيصله وکړه چی د امريکې د جمهور رئيس روسويل د پيشنهاد سره سم د سنت لويس په ښار کی د اولمپيک د دريمې دورې سپورتی لوبې جوړې شی. خو له بده مرغه د اولمپيک د دريمې دورې له سپورتی لوبو څخه يو ځل بيا څرګنده شوه چی په يوه وخت کی د اولمپيک د سپورتی لوبو او د نړيوال نندارتون د پر ځای کېدو په باب ازموينه ناکامه ده.
د امريکې سپورتی لوبې بلل کېږی
امريکي ته د زيات شمېر اروپايی سپورتي هياتونو او نندارچيانو د ورتګ د لګښت د زياتېدو او د جاپان او روسيې ترمنځ د سمندری جګړې د پيښيدو له امله د اولمپيک د دريمې دورې په سپورتی لوبو کی يوازی د ديارلسو هېوادونو سپورتی هياتونو ګډون درلود. دغه راز د سنت لويس په سپورتي لوبو کي فقط له سلو تنو څخه کم خارجي لوبغاړو برخه واخيستله ، نو د ځينو لوبو په مسابقو کی برخه وال لوبغاړي ټول امريکايان ؤ. نو ويل کيږي چه دغې سپورتی لوبې د امريکې سپورتی لوبې وې .
د لومړی ځل دپاره د اولمپيک په سپورتی لوبو کی طلايی، نقرايی او ژړ ميدالونه وويشل شول
د اولمپيک د دريمې دورې په سپورتی لوبو کی د لومړي ځل دپاره هغو لوبغاړو ته چی لومنی، دوهم او دريم مقام يی وګاټه، په جلا جلا توګه طلايی نقرايی او ژړ ميدالونه ورکړل شول چه شکل يی ټول مدور ؤ.
د تش په نامه د انسان پېژندنې ورځ
د ١٩٠٠ کال د اګيست په دوولسمه او ديارلسمه نيټه د اولمپيک د دريمې دورې د سپورتی لوبو د تشکيلاتی کميټې له خوا ميومولوژۍ ورځ وټاکله شوه چی پکی يوازی تور او ژيړ پوستکو لوبغاړو سره سيالی وکړه چی دغه نژادي تبعيض د خلکو د سخت نفرت سبب شو. کاوبرتين چه دغه خبر واوريد ، په قهر سره وويل چه دا د ټولو نړيوالو رسوايي ده او د اولمپيک په راتلونکو لوبو کي به مشابه مسابقه قطعه موعه وی.
د ميلواکی د لکۍ دار ستوري په نامه غښتلي لوبغاړي
د امريکې مشهور سپورتی لوبغاړي ای هان چی د لنډ واټن په ځغاستې کی د ميلواکی د لکۍ دار ستوري په نامه يی شهرت موندلی و، د اولمپيک د دريمې دورې په سپورتی لوبو کی لوی برياليتوبونه تر لاسه کړل . هغه د دوو سوو مترو په واټن د منډۍ وهلو په مسابقه کی د يوويشتو اعشاريه شپږ په ثانيو سره د اولمپيک د سپورتی لوبو ريکارډ ټينګ کړ چه دغه ريکارډ د اته ويشتو کالو په موده کی وساتل شو. علاوه پر دې، هغه د شپېتو او سلو مترو په فاصله د منډی وهلو په نورو مسابقو کی هم لومړي لمبر وګاټه، نو د لنډ واتن د منډۍ وهلو په درو مسابقو کی يی دری طلايی ميدالونه تر لاسه کړل او په دې ساحه کی يي ډير شهرت وموند.