د چين د بين المللی راډيو د خبرله مخی، له بی وزلو سيمو او خلکو سره د مرستې چينی صندوق د نوامبر په ٢٩ نيټه په بيجينګ کښی د بسپنو د ټولولو فعاليتونه راوپارولی او د بيلا بيلو ټولنو له شخصيتونو څخه يی غوښتنه کړې چه د پاکستان د زلزله ځپلو سيمو له خلکو سره مرستې وکړی٠
د نوموړی صندوق مسئول دا څرګنده کړه چه دوی په خاصه توګه د شخصيتونو په ليږلو سره د پاکستان د زلزله ځپلو سيمو معاينې او تحقيقات کړی او دا خبر يی اخيستی چه نوموړی مصيبت ځپلې سيمې کږديو ، خوراکونو او دواګانو ته عاجلې اړتياوې لری، نو ځکه دی صندوق پريکړه کړيده چه د بسپنو د ټولولو فعاليتونه راوپاروی٠ دوی به د پيسو او مالونو په شمول د چين د بيلا بيلو ټولنو ټولې بسپنې پر وخت د پاکستان زلزله ځپلو سيمو ته وسپاری ٠