<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-30 14:41:33    
چين اوس انسان ته د مرغانو د انفلونزا د خپريدو د مخنيوی لپاره تدبيرونه نيسی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين د روغتيا وزير ګاو چيانګ د نوامبر په ديرشمه نيټه په بيجينګ کی وويل چه چين اوس انسان ته د مرغانو د انفلونزا د خپريدو د مخنيوی لپاره تدبيرونه نيسی .

ښاغلی ګاو چيانګ په همدی ورځ د چين د دولتی شورا لخوا په جوړشوی مطبوعاتی کنفرانس کی وويل چه اوس د چين په هر ګوټ کی د مرغانو د انفلونزا ساری ناروغی تر جدی نظارت او څارنی لاندی راغلی او په عين وخت کی اړوند طبی او صحی کارکوونکی تر روزنی لاندی هم نيول شوی دی . علاوه پردی د مرغانو د انفلونزا په ضد د واکسين او درملو د څيړنی بهير هم ګړندی کيږی . دغه ډول واکسين په روغتون کی د طبی ازموينی مرحلی ته داخل شوی دی .