<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-30 16:41:46    
په شينجانګ کې بهرني محصلين

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم خودمختاره سيمه د اروپا او اسيأ د لويو وچو په مرکزي سيمه او د وريښمو په لرغوني لارو کې واقع ده ٠ په لرغوني تاريخ کې د نړی بيلا بيلو کلتورونو لکه د چين ، هند ، اسلام او اروپا کلتورونه په دي ځاي کې سره يو ځاي شوي دي ٠ نو ددي سيمې خاص کلتور او ښکلي طبيعي منظرې د بيلا بيلو هيوادونو توريستانو او زده کوونکو زياته علاقه او مينه راجلبه کړي ده ٠

د تيرې پيړۍ له اتمې لسيزې نه پيل په نوموړي خودمختاره سيمه کې بهرني محصلين ومنل شول ٠ د نژدي شلو کالو نه راهيسي په دي سيمه کې د روسيي ، جاپان ، ماليزيا ، سينګاپور ، د کوريا جمهوريت ، چيک ، ناروي ، سويس او د منځني اسيأ د بيلا بيلو هيوادونو په شمول د څلويښتو هيوادونو او سيمو نژدي پنځه زره محصلين منل شوي دي ٠ د شينجيانګ پوهنتون د نوموړي خودمختاري سيمې تر ټولو نه لوي پوهنتون دي او پکې د منل شويو بهرنيو محصلينو شمير هم ډير زيات دي ٠ دوه ديرش کلن ښاغلي اګاندرين ګوفوندر له جنوبي افريقي څخه راغلي او د شينجيانګ په پوهنتون کې د چيني ژبې زده کړه کوي ، مخکې له دي نه هغه په وار سره د جنوب ختيځې اسيأ او ختيځې اروپا څه د پاسه شلو هيوادونو ته تللي ؤ هغه وويل چه په دي وروستيو کلونو کې شينجيانګ ستر پرمختګ تر لاسه کړي دي او باور لرم چه شينجيانګ ډير روښانه اينده و لري ٠ هغه وويل چه زه له شينګيانګ سره ژوره مينه لرم او غواړم چه په دي ځاي کې واوسيږم او کار وکړم ٠

څرنګه چه شينجيانګ د جغرافيايي موقعيت له امله له پاکستان سره نژدي دي ، نو په دي سيمه کې منل شوي پاکستاني محصلين د نورو هيوادونو په نسبت ډير زيات دي ٠ پنځه ويشت کلن حافظ ناصر احمد له وړکتوب نه په دي پوه شوي چه د پاکستان او چين ترمنځ دوستانه روابط موجود دي ٠ هغه وويل چه ډير پاکستاني زده کوونکي غواړي چه د زده کړي له پاره چين ته راشي ٠ شينجيانګ نه يوازي له پاکستان سره نژدي دي ، بلکه د کلتور په لحاظه دواړه خواوي هم ګډ ټکې لري ٠ هغه وويل چه زه د دري کالو راهيسي د شينجيانګ په طبي پوهنتون کې زده کړي کوم ٠ په دي موده کې د پوهنتون په بيلا بيلو برخو کې ستر بدلون رامنځته شوي دي ٠ د پوهنتون په اړه د روغتون تاسيسات او تجهيزات مترقي دي ٠ پوهنتون زمونږ له پاره ډيرې اسانتياوي برابري کړي دي ٠ دلته ټول پاکستاني محصلين د شينجيانګ د محلي خاصو خواړو سره زياته مينه لري ٠ د شينجيانګ خاصې او ښکلي منظرې د ختيځې اسيأ د هيوادونو زيات شمير محصلين ځان ته هم راجلب کړي دي ٠ د دوي په منځ کې د کوريا د جمهوريت د محصلينو شمير ډير زيات دي ٠ محصل پو سييونګ د شينجيانګ د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د يو نيم کال راهيسي چيني ژبه زده کوي او اوس هغه د چيني ژبې سم تلفظ کولي شي ٠ هغه په چيني ژبې خبريال ته وويل چه د شينجيانګ د محلي سيمې ټول خلک د خان قوم معياري ژبه ويلي شي ٠ په دي پوهنځي کې د زده کړي فيس ارزان دي ، ښوونکي يي ډير ښه دي ، زه دلته چيني دوستان د خپلو خپلوانو په توګه ګڼم او تل په تودو احساساتو سره ما ته بلنه را کوي چه له دوي سره يو ځاي ډؤډۍ وخورم ٠ د کوريا د جمهوريت محصلې چو سي جين په شينجيانګ کې د زده کړي په وخت کې د چيني خواړو د جوړولو په هکله زيات معلومات تر لاسه کړي دي ٠ هغې وويل چه اوس زه په شيجيانګ کې زما له پاره د ډيرې خوښي وړ خبره دا ده چه په دي ځاي کې زه ځيني چيني خواړه پځولي شم لکه د سوربانجان هګۍ جاو ځه او نور خواړه ٠ هغې وويل چه زه دري کاله د مخه شينجيانګ ته راغلي وم او هغه وخت موټر سرويسونه ډير ساده او زاړه ؤ ، خو سږکال چه بيا شينجيانګ ته راغلي يم ، و مي ليدل چه په شينجيانګ کې د حيرانتيا وړ بدلونونه رامنځته شوي دي ٠ ډيرې جګې جګې وداني ولاړې دي او ډير پوهنتونونه ، هوټلونه او سپورتي او لوبغالي ډير ليدل کيږي ٠ ٠