<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-30 16:58:53    
د شن جو د شپږم لمبر فضايي بيړۍ پيلوټان

cri

چين د رواني مياشتې په دوولسمه نيټه سهار په نهو بجو د شن جو د شپږم لمبر فضايي بيړۍ په بريالي توګه فضا ته وتوغوله او د څو ورځو الوتنو نه وروسته بيرته زمکې ته راښکته شوه . د پروګرام په دي لړ کي به د دې بيړۍ د دوو پيلوټانو په باب معلومات معرفي کړو .

دوه کاله دمخه د چين لومړني انسان وړونکي کيهاني بيړۍ وتوغوله شوه او پيلوټ يانګ لي وي لومړي چيني دی چه کيهان ته يي سفر کړيدي . نن ورځ نور دوه پيلوټان هم کيهاني سفر تر سره کړيدي . دوي دواړه د چين په جنوب کي زيږيدلي او پلارونه او ميندي يي ټول بزګران دي .

يانګ لي وين وويل چه په چين کي د فضانوردانو د انتخاب او روزنې کارونه پيل شول او په پاي کي څوارلس تنه د کيهان نوردانو د لومړې ډلې په حيث وټاکل شول چه دوي ټول د جنګي الوتکي غښتلي پيلوټان دي چه د جنګي الوتکو د چلولو په برخه کي له زرو ساعتو نه زياتې تجربې او عالي علمي درجه لري . د بدن وزن يي د پنځه شپيتو کيلوګرامو او لوړوالي يي د يو سلو اوياوو سانتي مترو په شوخوا کي دي . ددوي ملګري يانګ لي وين چه اوس ددوي مشر هم دی ، داسي وويل (٩أواز ) زه له ني هاي شن سره ډيره اشنا لرم ، هغه متين او خوددار طبع لري ، خو د في هاي شن طبع فعال او معصوم دی . دوي ځکه د څوارلسو فضانوردانو څخه د شن جو شپږم لمبر فضايي بيړۍ د پيلوټانو په توګه وټاکل شول ، دوي د نورو فضانوردانو څخه غښتلي او ممتاز دی .

د شن جو پنځم لمبر فضايي بيړۍ د بيرته ستنيدو نه وروسته د نويو فضانوردانو د

انتخابولو کار پيل شو او ټاکل شوي څوارلسه تنه په اوو ډلو ويشل شوي او په سختو روزنو پيل وکړ څو چه په امتحان کي د تر لاسه شويو نمرو سره سم خپل مقام وټاکي .

د چين د فضانوردانو د روزلو مشر او سرطراح چن شان ګوانګ وويل (أواز) مونږ د عدالت سره سم او د روزنې په بهير کي د تر لاسه شويو موفقيتونو او د بدني ، فکري او ذهني کيفيت له نظره له څوارلسو تنو څخه غښتلي فضانوردان انتخابوو .

د فضانوردانو د انتخابولو بهير ددوي د روزنې بهير هم دی . د شن جو شپږم لمبر کيهاني بيړۍ د هغو خصوصيتونو سره سم چه دوه پيلوټان به څو ورځې سفر وکړي ، ددوي دپاره ډول ډول روزنې تر سره شويدي . د درو ځلو د انتخاب نه وروسته في جيون لونګ او ني هاي شن وټاکل شول . د روزنې د مرکز تخنيکي مسئول وو بين وويل (أواز) دوي دواړه د ټولو فضانوردانو نماينده ګان دي او د روزني په بهير کي يي ښه موفقيتونه تر لاسه کړيدي . د مثال په توګه في جيون لونګ د الوتنې په باب ډير پيچلي مرحلو ، د بيړۍ د چلولو په برخه کي اصلي غوښتني او په بيړني وخت کي د رامنځته شوي نواقصو د ليري کولو په باب معلومات پرته د څلورو لکو چينايي خطونو په شمول د الوتنې د لارښوود کتاب د نه کتلو په حال کي ياد کړيدي . يو وار د تمرين په وخت کي ښوونکي له دوي څخه د زمکي ته د کيهاني بيړۍ د ستنيدو په وخت کي څو نواقص شته ؟ معياري ځوابونه يي پنځه دي ، خو في جيون لونګ په ځواب کي وويل چه ددې پوښتني ځوابونه شپږ دي . له أزموينې څخه ثابته شويده چه د في جيون لونګ ځوابونه سم دي .

اوس د شن جو شپږم لمبر کيهاني بيړۍ په بريالي توګه بيرته زمکې ته راښکته شوه

، مهرباني وکړی چه په الوتنه کي د ني هاي شن أواز واوري (أواز) کيهاني سفر ډير زړه جلبونکي دی ، مونږ په فضا کي د زمکي کره ليدلی شو او زمونږ د ژوند او کار حالت مو په کمره اخيستي دي . په بيړۍ کي مونږ هم موزيک اوريدلی او ډرامې هم ليدلی شو .

د کيهاني سفر په بهير کي د ني هاي شن د زيږيدو د يو څلويښتو کالو نه بيګا دده لور په بيجينګ کي ورته تيلفون وکړ او پلار ته يي د زيږيدو مبارکي وويله (أواز)

د شن جو شپږم لمبر کيهاني بيړۍ په کامياب ډول خپله دنده تر سره کړې او په امن زمکې ته راستنه شويده . هيله ده چه چين د فضانوردۍ په چارو کي لا ستر موفقيتونه تر لاسه کړي .