<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-30 17:02:12    
د چين او لاتينی امريکی تر منځ د زلميانو فيستوال په چين کی تر سره شو

cri

لږه موده د مخه د لاتينی امريکی او د کاريبين د شلو هيوادونو پنځه شپيتو تنو زلميانو په بيجينګ کی د چين او لاتينی امريکی تر منځ د زلميانو په فيستيوال کی ګډون وکړ چه د چين د زلميانو د اتحاديی لخوا جوړ شوی ؤ او له دې څخه څرګنديږي چه د دواړو خواوو د زلميانو د موسسو تر منځ کولکتيفی ديالوګ او همکارۍ لار جوړه شويده ٠نوموړو زلميانو د چين د زلميانو سره يو ځای په بيجينګ او شانګهای کی د کلتور د تبادلی په هکله يو لړ فعاليتونه تر سره کړل ٠

د ٢٠٠٤ کال د نوامبر په مياشت کی د چين د دولت رئيس هو جين تاو په برازيل کی رسمی سفر وکړ او د سفر په ترڅ کی ئ وړانديز وکړ چه د چين او لاتينی امريکی تر منځ د زلميانو فيستوال جوړ شي تر څو د دواړو خواوو د خلکو دوستی ټينګتيا ومومي ٠ د چين او لاتينی امريکی د زلميانو تر منځ د تګ راتګ د زياتوالی لپاره د رئيس هو جين تاو د هدايتونو سره سم دغه فيستوال د ٢٠٠٥ کال د نوامبر په مياشت کی پرانستل شو ٠

د دغه فيستوال په موده کی د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټی مرستيال هان چی ده په لوی تالار کی د مختلفو هيوادونو د ټولو استازو سره عکس واخيست ٠ هغه وويل چه د چين حکومت د لاتينی امريکی او د کاريبين د سيمید مختلفو هيوادونو سره روابطو ته ډير اهميت ورکوی او هيله ئی وکړه چه د دواړو خواوو د زلميانو تر منځ ديالوګ او تفاهم زيات دوستی او همکارۍ هم ټينګ شي او د دواړو خواوو د انکشاف او د دايمی دوستی د رامنځته کيدو لپاره مثبت رول ولوبوي ٠

د چين د کمونست ګوند د زلميانو د اتحاديی د سکريتريت لومړی منشی جو چيانګ

هم د مختلفو هيوادونو د عمده استازو سره کتنه وکړه او د دغه فيستوال د هرکلی په

مراسمو کی ئی ګډون وکړ ٠ هغه د خپلی وينا په ترڅ کی وويل چه دغه فيستوال د چين او لاتينی امريکی د زلميانو تر منځ د ديالوګ ، تبادلی او همکارۍ په برخه کی يو مهم فرصت دی ٠ د دواړو خواوو د زلميانو موسسی به د نوموړی فيستوال له لاری په سياسی ، اقتصادی او کلتوری ساحو کی تبادله او همکارۍ پياوړي کړي ٠

د چين او لاتينی امريکی د زليمانو تر منځ د همکارۍ فورم چه د دغه فيستوال په يو لړ فعاليتونو کی شميرل کيږي ، د نوامبر په ١٧مه نيټه په بيجينګ کی جوړ شو چه د چين د مامورينو او پوهانو او د لاتينی امريکی د څا نا څه شلو هيوادونو د استازو په شمول اتيا تنو پکی ګډون درلود ٠

په نوموړی فورم کی د چين د سوسيال اکاډی په اړه د لاتينی امريکی د څيړنو انستيتيوت مرستيال جيانګ شيو شی د چين او لاتينی امريکی تر منځ د روابطو په هکله يو سمينار جوړ کړ ٠ هغه د وينا په ترڅ کی د دواړو خواوو تر منځ د تګ راتګ تاريخ ياد کړ او په اوسنی نړۍ کی ئی د لايتنی امريکی د مختلفو هيوادونو د اقتصاد ، سيانس او تخنيک په ساحو کی د ودې په هکله د چين ستر اهميت تائيد کړ او د تش په نامه د چين د ګواښونو په هکله نظر ئی ردی کړ ٠ هغه زياته کړه چه د چين او لاتينی امريکی تر منځ تبادله او همکارۍ ډيره مهمه ده او هيله ئی وکړه چه د لاتينی امريکی د سيمو لا نور زيات شمير زلميان چين ته سفر وکړي ٠

د چين د زلميانو د اتحاديی مشری جانګ شياو لان د دواړو خواوو تر منځ د تفاهم د زياتوالی او د عنعنوی دوستی د ټينګتيا او د ښی راتلونکی د جوړيدو تر عنوان لاندی وينا وکړه او د دواړو خواوو د زلميانو تر منځ د دوستی د ټينګتيا په هکله ئی څلور پيشنهادونه وړاندی کړل ، په نوموړی فيستوال کی د لاتينی امريکی هيئتونو ته سوغاتونه هم ورکړل شول ٠