
ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! اوس چين ته د سفر پروګرام پيل کيږی . په نننی پروګرام کی به تاسی يو راپور واورې چه عنوان يی دی د موټر په واسطه په چين کی سفر کوی !
لومړی د چين د بين المللی توريستی شرکت د بازار د پراخوالی د څانګې مرستيال ګو ون بين مونږ ته لږ څه معلومات را کړل :
(اواز )
مسافرين د سرويس په واسطه په چين کی سفر کولی شی ځکه چه اوس چين د پخو او عصری سړکونو د ابادۍ په ساحه کی زيات پرمختګ موندلی دی . مونږ د توريستانو لپاره دوې سفری کرښې پرانيستلی دی . يوه کرښه له بيجينګ څخه د تيان جين ، تای شان ، چيو فو ، شيو جو او سو جو له لارې تر شانګهای پوری ده او د ټول سفر لپاره دوولس ورځی په کار دی . بله کرښه له بيجينګ څخه د باو دينګ ، هان دن ، ان يانګ ، چنګ جو ، لويانګ او سن من شيا له لارې تر شی ان پوری ده او د ټول سفرلپاره نهه ورځی په کار دی .
د نوموړی توريستی شرکت لارښوونکی ګاوفۍ فۍ خبريال ته وويل چه خارجی مسافرين په چين کی د سرويس په واسطه سفر ډير خوښوی . ځکه چه هغوی د چين د سړکونو د دوو غاړو ښکلی منظرې کتلی شی چه په الوتکه کی يی کتلی نه شی . په تيره بيا د نوموړو دوو کرښو په شاو خوا کی زيات د ليدو وړ شيان موجود دی او د لارې په اوږدو کی د شرکت له خوا هم خدمت ترسره کيږی .
پيغله ګاو چه د دوو کالو نه راهيسی له بيجينګ نه تر شانګهای پوری په توريستی
کرښه کی لارښوونه کوی ، په دی هکله خبريال ته وويل :
(اواز )
مسافرين د لرغونو ودانيو او کلتور سره ډيره مينه لری . هغوی په بيجينګ کی دامپراطوری ماڼۍ او لوی دېوال ته او په چيو فو کی د کنفوسيوس معب
د او د ده د کورنی قبرستان ته تللی شی او په شيو جو ښار کی هغوی د هان د سلسلې لرغونی قبرونه هم کتلی شی . په پای کی به مسافرين شانګهای ته ورسيږی او هلته نه يوازی يو بين المللی لوی ښار کتلی شی بلکه رنګارنګ خواړه هم خوړلی شی .
خارجی مسافرين عمومأ بيجينګ او شانګهای د خپل سفر د هدفونو په حيث ټاکی . که هغوی د الوتکې په وسيله نوموړو دوو ښارونو ته لاړ شی نو نورو ښارونو ته به ولاړ نه شی . خو په حقيقت کی د بيجينګ او شانګهای نه پرته زيات ښارونه لکه چيو فو او شيو جو د دوی لپاره ډير د ليدو وړ ځايونه دی . مثلأ د چيو فو ښار دوه زره کاله دمخه د چين د مشهور متفکر کنفوسيوس اجدادی کور دی .
پيغلې ګاو وويل کله چه مسافرين هغو لرغونو معبدونو او قبرونو ته رسيږی ، هغوی ډير خوښ وی . برسيره پردی ، مسافرين د سرويس په واسطه د تګ په وخت کی هم د سړکونو د شاوخوا د ښکليو منظرو ډيره ستاينه کوی او غوښتنه کوی چه سرويس وځنډوی او په همدغه ځای کی سيل او سياحت وکړی او عکسونه واخلی .
اوس د امريکې او اروپا زيات مسافرين له دغه ډول سفر سره ډيره مينه لری . امريکايی بيل مايلويسکی دری ځله په نوموړی ډول سفر کی ګډون کړی دی او ويی ويل :
(اواز)
زمونږ دخارجی مسافرينو لپاره چين ته د سفر موده اوږده نه ده . نو مونږ نه غواړو په
الوتکه کی زيات وخت تير کړو . زه غواړم چه له بيجينګ نه شانګهای ته ولاړ شم او دا ډيره ښه ده ځکه چه په لاره کی د تای شان غر او د کنفوسيوس معبد هم کتلی شم . برسيره پردی ، د سرويس په وسيله چين ته د سفر کولوپه بهير کی د چين د لرغونی تاريخ او نوی او تازه شيانو په باب هم زيات معلومات ترلاسه کولای شم .
د چين د بين المللی توريستی شرکت د بازار د پراخوالی د څانګې مرستيال ګو ون بين زياته کړه چه د بيل په شان خارجی مسافرين نه يوازی د چين لرغونی تاريخی ميراثونه خوښوی بلکه له يوه نوی او تازه چين سره هم ډيره دلچسپی لری . زمونږ توريستی شرکت اوس پلان لری چه د سرويس په واسطه زياتې سفری کرښې پرانيزی .
ګرانو اوريدونکو ! همداوس تاسو په چين کی د سفر په باب يو مضمون واوريد چه عنوان يی و د موټر په سپرلو سره په چين کی سفر کوی !