د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين د لياو نينګ په ولايت کي د مرغانو د انفلونزا د سختی ناروغۍ د وقايی او کنترول د لارښوونې دفتر د دسمبر په لومړی نيټه راپور خپورکړ چه د يوويشتو ورځو د نظارت نه وروسته د لياو نينګ ولايت د هی شان په ولسوالی کی د مرغانو د انفونزا ناروغی نوی سرچينه نه ده پيدا شوی. نو د چين د مربوطو مقرراتو لمخې په دی سيمو باندي بنديز د همدې ورځې د غرمې نه وروسته له يوې بجې نه په پوره توګه لغوه شويدی .