<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-02 14:15:00    
چارلس سپنسير چاپلين

cri

د برتانيې مشهور او ممتاز فلمي هنرمند چارلس چاپلين د ١٨٨٩ کال د اپريل په ١٦ نيټه په لندن کې وزيږيد، پلار او مور يې سندرغاړي وو ، د پنځمې کلنۍ په وخت کې چاپلين د خپلې مور پر ځاي په يو نمايش کې سندرې وويلې او د ننداره چيانو ستاينه يې ترلاسه کړه ، د هغه وخت نه وروسته چاپلين په هنري صحنه کې په خپل هنري ژوند پيل وکړ٠ کله چې هغه د کارنون د بي خبرو اوپرا په نمايشي هنري هيئت کې ګډون وکړ د ګونګي مرغ په نامه ډرامه کې اصلي رول لوبولی او بری يې وموند ٠د ١٩٠٠ کال نه وروسته چاپلين په امريکا کې په خپلو ګرځنده هنري نمايشونو پيل وکړ او ستر برياليتوبونه او شهرت يې موندلی دی ، په ١٩١٤ کال کې هغه په امريکا کې د لومړي ځل دپاره په فلم کې رول لوبولی او ورپسي يې په دې کال کې په ٣٥ فلمونو کې رول لوبولی دی ٠ د ١٩١٤ کال نه وروسته چاپلين په فلمي پرده کې خپل ځانګړي صورت خلکو ته وښود ، چاپلين د ١٩١٤ کال نه تر ١٩٦٧ کاله پورې نژدې په ٩٠ فلمونو کې رول لوبولي و ٠په فلمونو کې د چاپلين لخوا لوبول شوي رول اساسأ د عادي او معمولي خلکو صورت و ، د دغو عاي کسانو ژوند هميشه د ډيرو ستونزو سره مخامخ کيده ، خو دوي دغو ستونزو ته خپل سرونه نه وو ټيټ کړي او په ډير جرأت سره يې د راز راز چلنجونو سره مقابله کوله ، هغه په فلمونو کې د کاپيتاليستي ټولنې د بدو او ناوړو پديدو په مقابل کې تيز طنزاو مسخره وکړه ٠

چاپلين د کميدي يو ستر هنرمند و ، هغه په خپلو فلمونو کې د طنز او مسخرې په واسطه د فلم تماشاکوونکو ته کيسې وويلې ، د چاپلين په فلمونو کې نه يوازې د کاپيتاليستي ټولنې د ناوړو او بدو پديدو په هکله تيز طنز وکړ بلکې يې د انسانانو

سره خپله مينه هم څرګنده کړه ٠ مثلا د مدرن ټايمز ، لوي ديکتاتور او لوړيز او داسي نورو فلمونو کې د خلکو په نسبت خپل تاوده احساسات او پاملرنه وښودله ٠

چاپلين په ١٩٤٠ کال کې د فاشيزم سره د مخالفت دپاره د لوي ديکتاتور په نامه فلم واخيست او پکې يې د هيتلر د فاشيزم په هکله تيز طنز وکړ ، کله چې دوهمه عمومي جګړه پيل شوه ، په نړۍ کې ډير زياتو خلکو ددې فلم تود هرکلي ووايه٠ د لوړيز په نامه فلم د نړۍ د فلمونو په تاريخ کې يو ډير مشهوراو نمونوي فلم ګڼل کيږي ، چاپلين په دې فلم کې د يوه کوچني لوړيز ژوندانه څرګندکړه ٠په دې فلم کې د کوچني لوړيز صورت د خلکو په دماغ کې ډير ښکاره او نه هيريدونکي منظره راپاتې کړې ده ، په فلم کې کوچني لوړيز يوه فرنګي خولۍ په سر کوله ، او يوه تنګه او لنډه کالي او يو اوږد او غټ پطلون اغوستل ، په ﻻس کې يې يوه امسا نيوله او يوه جوړه لوي بوټان يې په پښو کول ، هرسړي په فلم کې دا صورت وليد نو سمدستي ورته معلومه ده چې دا د لوي فلمي هنرمند چاپلين لخوا په فلم کې لوبول شوي حصوپيت لرونکي او ځانګړي رول دی ٠

چاپلين د کميدي لوي استاد او ستر فلمي هنرمند و ، هغه خپل ټول عمر فلمي هنر ته وقف کړی دی ، د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو او سيمو کې خلک دده د فلمونو سره ډيره مينه لري ،

چاپلين د چين او د چين د خلکو سره ډيره دوستي درلوده ، په ١٩٣٧٦ کال کې هغه د چين د شانګهاي ښار ته سفرکړی و او د چين د بيجنګ اوپرا د مشهورو هنرمندانوپه زړه پړري او خوندورو نمايشونو تماشاوکړه ، په ١٩٥٤ کال کې د چين فقيد صدراعظم چواينلاي په ژنيو کې د غونډې په بهير کې د چارليس چاپلين سره په

صميمانه فضا کې کتنه وکړه ٠

څرنګه چې د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې چاپلين په امريکا کې د زياتو سياسي بريدونو سره مخامخ شو، نو هغه مجبور و چې د خپلې کورنۍ سره يو ځای د

امريکې څخه سويس ته هجرت وکړ٠ چاپلين په خپل ټول عمر کې څلور واره واده

وکړه او د خپلې څلورمې ښځې سره يې اته کوچنيان پيداکړي دي ٠

د ١٩٧٧ کال د دسمبر په پنځه ويشتمه نيټه په نړۍ کې ډير مشهور او ممتاز کميدين او فلمي هنر مندچارليس سپنسير چاپلين د ٨٨ کالو په عمر د دنيا سره او د خپلو فلمونو د علاقه مندانو او مينه والو سره د تل دپاره خداي پاماني وکړه ٠له هغه وخت نه وروسته ټول خلک چې د ده د فلمونو سره ډيره مينه او علاقه لري يوازي کولي شي چې دده لخوا په راپاتي شويو فلمونو کې د چارليس چاپلين څيره ووني