<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-02 18:13:49    
چين د ولسی کلتوری ميراثونو د ساتلو دپاره زيات کتابونه چاپ کړيدي.

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چين د ولسی هنرمندانو ټولنې د ٢٠٠٣ کال نه راهيسی د ولسی کلتوری ميراثو د ساتلو د پلان په تطبيق پيل کړيدی او په وروستيو دوو کلونو کی يی د ولسی کلتوری ميراثونو د ساتلو دپاره زيات شمېر کتابونه چاپ کړيدي. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی په دې هکله څه معلومات واورئ.
چين يو لوی هېواد دی چی لرغونی تاريخ لری او پکی زيات شمېر قومونه شته. نو چين رنګا رنګ کلتورونه لری. خو د ټولنې د معاصر کېدو په بهير کی زيات شمېر ولسی کلتورنه د منځته راوړلو له تهديد سره مخامخ شوي او ځينی کلاسيکی کلتورونه قدم په قدم ورک شويدي. د ٢٠٠٣ کال په سر کی د چين د ولسی هنرمندانو ټولنې د ولسی کلتورونو د ساتلو د لس کلنی پلان په تطبيق پيل وکړ، کوم چی د کتابونو، عکسونو او ويديو په شمول له زياتو معاصرو تخنيکونو څخه په استفادې سره ټولنيز کلتورنه وساتل شی.
د روان کال د مارچ له مياشتې څخه د ولسي کلتوری ميراثونو د ساتلو دپاره زيات شميرکتابونه وار په واره چاپ شويدي. د چين د ولسي هنرمندانو د ټولنې د سرمنشی مرستيال شيانګ يون جو خبريال ته داسی وويل
( لومړی اواز)
مونږ بايد له مترقي تخنيکونو څخه په استفادې سره په هراړخيزه توګه د چين ولسي کلتوری ميراثونه وساتو او د هغو کلتورونو د ساتلو دپاره دې کوښښ وکړو چی ممکن به ژر له منځه يووړل شی. د يادونې وړ خبره دا ده چه د بيلا بيلو ټولنو شخصيتونه د چاپ شويو کتابونو څخه خوښي څرګندوي او زيات خوند اخلي.
د چين په نامه مطبعه چی څلور نوی کاله دمخه جوړه شويده، د چين د عنعنوی کلتورونو په هکله زيات کتابونه چاپ کړيدي. د دې مطبعې مسئول مدير ښاغلی لی يان وويل
( دوهم اواز)
مونږ د ولسی کلتوری ميراثونو د ساتلو دپاره ډير کتابونه چاپ کړي او چاپوي يي. ولسی کلتورونه د عنعنوی کلتورونو څخه يوه مهمه برخه تشکيلوي. دا زمونږ درنده دنده ده چی ولسی کلتوری ميراثونه ښه وساتو.
علاوه پر دې، د پوهې د تمليکی حق په نامه مطبعې د چين د ولسی هنرمندانو له ټولنې سره يو ځای د چين د ولسی کيسود کاملې مجموعې په اړه د دوولسو جلدو په شمول د يون نان ولايت د ولسي کيسو فرعي مجموعه چاپه کړه. د معلوماتو له مخی، په دغه کامله مجموعه کی به د چين په دوو زرو اتو سوو ولسواليو کی ټولې کيسې راغونډې شي. د نوموړې مطبعې مشر دونګ تی ينګ وويل
(دريم اواز)
د چينی ملت ولسی کلتوري ميراثونه د بيلا بيلو قومونو د خلکو ډيره قيمتي معنوي شتمني ده . نو د دغو ميراثونو ساتنه زمونږ د مطبعې دپاره تاريخی دنده ده. مونږ به په دوامداره توګه د کلتوري ميراثونو په هکله زيات شمېر کتابونه چاپ کړو . د چين د ولسی هنرمندانو ټولنې د هی لونګ جانګ د ولسی مطبعې سره يو ځای د چين د غير مادی ولسی کلتوری ميراثونو په باب يو لړ کتابونه له چاپه وتلي دي چه نوموړو کتابونو د زياتو مينه والو توجه ځانته راجلبه کړيده. په چين کی د ولسی کلتورونو د ساتلو د بهير په چټکتيا سره يو شمېر نوی کتابونه هم د چاپېدو په حال کی دي. په دې وروستيو ورځو کی نورو نهو مطبعو د چين د ولسی هنرمندانو له ټولنې سره د همکارۍ دپاره موافقه وکړه چی د ولسی کلتورونو په باب شل ډولونه کتابونه چاپ شی. د اټکل له مخی، د دغو کتابونو د چاپولو دپاره به څه دپاسه څلور سوه مليونه ژن مين بی يوانه ولګول شي
د چين د اطلاعاتو او چاپونې د عمومی رياست مرستيال ليو فو جی دا څرګنده کړه چی د چين ټولې مطبعې به تر خپلې وسې پوری د چين د ولسی کلتوري ميراثونو د ساتلو په کارونو کی برخه واخلی. هغه خبريال ته وويل
( څلورم اواز)
تر اوسه پوری څه دپاسه څلويښتو مطبعو د ولسی کلتوري ميراثونو د ساتلو په پلان کی برخه واخيستله او يو شمېر برياليتوبونه يی هم تر لاسه کړيدي. د چين د ټولو مطبعو دپاره عمده دنده دا ده چی چينی تمدن او کلتورونه په ښه شان سره په ميراث واخلي . نو مونږ بايد د نوموړي پلان د تر سره کېدو دپاره کوښښ وکړو.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و، چين د ولسی کلتوری ميراثونو د ساتلو دپاره زيات شمېر کتابونه چاپ کړيدي. ستاسو د اوريدو له امله ډيره مننه کوو. ستاسی د روغتيا په هيله!َ