<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-03 18:55:07    
د ښځو او ماشومانو د روغتيا د ساتنې په باب څه تجويزونه

cri

د ښځو له پاره د ځوانيتوب ، د اوميدوارې او زوړ تيا ته دانتقاليدو دري دورې د ټول عمر دري مهمې مرحلي ګڼل کيږې ٠ نو ټولې ښځې دي په نوموړو درو دورو کې ځانګړې روغتيا ته پاملرنه وکړي ٠ لوموړي د ځوانيتوب دوره ، په دي دوره کې په سلو کې له شلو نه تر نوي پوري ښځې د مياشتني عادت له امله اړونده ناجوړتيا احساسوي ٠ په دي موده کې د روغتيا د ساتنې له پاره نسبتأ لږ څه زيات د خوږو خواړو خوړل د صحت له پاره ښه دي لکه مميز ، خرما ، د عنمو د اوړو خوراکونه او داسي نور چه په دغو خوراکونو کې بيلا بيل قسمونه ويتامين بي ، کلسيم او د اوسپنې ګټور کاني مواد موجودي دي او په نوموړې دوره کي د ښځو د روغتيا له پاره ګټه لري ٠

دوهم د اوميدوارې دوره ، د اوميدوارو ښځو له پاره د يبوست ، سر درد او د اشتيها د ضعيفوالي ناروغۍ کله کله پيښيږي ٠ نو په دي دوره کې د ښځو د روغتيا ساتنه ډيره مهمه مسئله ګڼل کيږي ٠ د ډاکترانو په نظر په دي وخت کې ښه به دا وي چه تر وسي پوري بيلا بيل لږ غوړي لرونکي خوارکونه انتخاب کړي او کولي شي چه په يوه ورځ کې څوځله خواړه وخوري ځو يو وار لږه اندازه خواړه وخوري ٠ بله خبره دا ده چه د نوموړو ښځو د روغتيا د ساتنې له پاره انتخاب شوي خوراکونه بايد داوي چه زيات ويتنامينونه او کاني مواد پکې موجود وي ٠ هغه خوراکونه دي لږ وخوړل شي چه په غوړيو کي سره شوي وي ٠ دغه راز تيز چاي ،قهوه او داسي نور شربتونه د نوموړو ښځو د روغتيا له پاره هم ګټور نه دي ٠ دريم زوړ تيا ته د انتقاليدو دوره په دي دوره کې دي د ښځو د روغتيا د ساتنې له پاره لومړي بايد هره ورځ د ويتامين بي ډلې ، ويتامين سي او ويتامين يي وخوري چه د خولو د زياتوالي ، د زړه د نا ارامتيا او داسي نور ناروغيو د مخنيوي له پاره ډيره فايده لري ٠ دوهم په دي دوره کې د ښځو په بدن کې کلسيم په زياتې اندازې سره له لاسه ورکول کيږي ، نو کلسيم لرونکي خوراکونه او اړوند درمل د نوموړو ښځو د هډوکو د پياوړتيا له پاره ډير ضروري دي ٠

بله د توجه وړ خبره دا ده چه زمونږ په کورني ژوند کې يو شمير پلرونه او ميندې دا عادت لري چه خواږه او قندلرونکي خوراکونه لکه شيرني او چاکليت خپلو ماشومانو ته ورکړي ، دغه راز ماشومان هم له دغو خوراکونو سره ډير مينه لري ٠ که څه هم تر يوي اندازي پوري بوره د ماشومانو د ودې له پاره ضروري ده ، ځکه چه بوره په بدن کې د تودوخي د رامنځ ته کيدو يوه مهمه وسيله ده ، خو که د بچيانو په بدن کې د قندي موادو اندازه ډيره زياته شي ، د دوي له پاره هم به زيان ورسول شي ٠ ځکه د زياتو خواږو خوراکونو يوه برخه د خوړلو نه وروسته د ماشومانو په خوله کې پاتي کيږي چه د لږ وخت په تيريدو سره خرابيږي او د کوچينيانو د غاښونو د رژيدو او د ماشومانو په خوله کې به ځيني مکروب پيدا کيږي ٠او د زياتو ناروغيو د رامنځ ته کيدو له پاره به زمينا برابره شي ٠ همدا راز د زياتو خواږو خوراکونو د خوړلو په نتيجه کې به د کوچينيانو په بدن کې ويتمامين بي له منځه لاړ شي او د کلسيم به کم شي ، په دي اثر به نه يوازي د ماشومانو سترګي کمزوري شي بلکه استها به يي هم و سوځيږي ٠ بله خبره دا ده چه عمومأ د زياتو شمير خلکو عقيده دا ده چه که ماشوم يي چاغ او په غوښو پټ وي ، نو صيحت به يي هم ښه وي او که ماشوم يي څاغ نه وي ، نو دا به د ناروغۍ نښه وي ٠ خو حقيقت دا دي نه شي ويل کيږي چه ګواکي ټول چاغ ماشومان روغ او ډنګر ماشومان په ناروغۍ اخته دي ٠ که ماشوم ډير خوراکونه وخوري او ډير چاغ وي ، نو تر يوي اندازي پوري د دوي له پاره ډير خطرناک وي ٠ د طبي څيړنې له مخې هغه ماشومان چه د وړوکتوب په وخت کې ډير چاغ او وزن يي ډير زيات وي ، نو کله چه لوي شي ، د دوي د وينې او د لوړ فشار او د وينې د رګ د ناروغيو د پيښيدو ميزان د هغو کسانو په نسبت چه د بدن وزن يي عادي دي ، ډير لوړ ښکاره شي ٠ د اړوندو کار پوهانو په نظر د وړوکتوب په وخت کې د چاغوالي د ناروغۍ علاج د لويانو په نسبت ډير مشکل دي ٠ نو پلارونه او ميندي بايد په چاغو ماشومانو باندې پروتيني لرونکو خوراکونو کم کړي او د هغوي په ځاي دي ماشومانو ته ځيني تازه سبزي او ميوي ورکړي ٠ دغراز پلار او مور دي د ورزش له پاره دوي ته تشويق ورکړي څو چه دوي لږ ډنګر او بدن يي پياوړي شي