<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-03 19:21:28    
د چين د هه نان د ولايت د ايی چوانګ ولسوالی صنايعو د انکشاف د ور کولو په عين وخت کی د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنی ته ډيره پاملرنه اړولی ده

cri

په وروستيو ورځو کی د چين د هه نان د ولايت د سوداګری څانګی يو ښه خبر ور کړ چی د هه نان د ولايت په اړه د ايی چوانګ د ولسوالی خلک له بيوزليتوب نه ژغورل شوی دی او په ٢٠٠٤ کال کی يی د صادراتو له لاری ١٥٠ مليونو امريکايی دالره ګټی تر لاسه کړی دی چی په دی اثرنوموړی ولسوالی د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کی د هه نان د ولايت د ٣٥ ولسواليو څخه مخکی ولاړه ده .په نوموړی ولسوالی کی د سږ کال عمومی توليدی اندازه ٧ ملياردو ٧ سوو مليونو ژن مين بی يوانو ته رسيدلی چی دا رقم د تير کال په نسبت په سلو کی ٣٣ عشاريه ٥ زيات شوی دی .د نوموړی حالت څخه څرګنديږی چی د نوموړی ولسوالی اقتصاد د څټک انکشاف په لور روان دی .

د ايی چوانګ ولسوالۍ د هه نان د ولايت د لويانګ د ښار په جنوبی برخی کی واقع ده او د تاريخ نه راهيسی د غلودانو د توليدولو په برخه کی د لوی ولسوالی په توګه ګڼل شوی ده مګر د اصلاحاتو او ورحلاصون په پيل کی نوموړی ولسوالی د صنايعو د ضعف له امله وروسته پاتی وه .نو د اوږدی مودی نه راهيسی د غربت اوبيوزليتوب سره مخامخ وه .د تيری پيړۍ د ٩ لسيزی نه تر اوسه پوری د ايی چوانګ خلکو د سکرو د منابعو په اتکا د بريښنا د فابريکو او د سکرو د کانونو په شمول په يو لړ پروژو کی پانګی اچولی دی چی په دی اثر د ايی چوانګ په ولسوالی کی ځانګړی صنعتی جوړښت قايم شوی او د ايی چوانګ ولسوالی په يوه ښه اقتصاد لرونکی ولسوالی بدله شوی ده او د هه نان په ولايت کی اقتصادی مقام يی هم لوړ شوی دی .له دی امله چی صنعتی چارو يی پرمختګ کړی په تيره بيا د سکرو او بريښنا صنايعو يی انکشاف موندلی دی نو امکان شته چی نوموړی ولسوالی د اکولوژيکی چاپيريال د ککړتيا د مسئلی سره مخامخ شی .د ايی چوانګ د ولسوالی حکومت د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنی ته پاملرنه اړولی ده او د سکرو د ايرو د ساتعمالولو دپاره د ١٢٠ مليونو ژن مين بی يوانو په اچولو سره د ساختمانی مواده محدود شرکت جوړ کړی دی .نوموړی ولسوالی د نويو پروژو د منظورولو په بهير کی د هغو پروژو څخه چی امکان شته ايکولوژيکی چاپيريال ته ککړتيا رسوی ،مخنيوی کړی .د ککړتيا مسئله په ښه توګه حل کړی او کمه انرژی استعمال کړی او په عير دولتی اقتصاد کی د نوی او عالی تخنيک د استعمالولو دپاره هڅی وکړی .

د ايی چوانګ د ولسوالی د ګوندی کميټی منشی لوهوی فنګ وويل چی په نژديو کلونو کی زمونږ په ولسوالی کی هغی ټولی پروژی منظوری شوی دی چی د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنی دپاره ګتوری دی .سږ کال مونږ د همداشان پروژو د جوړولو دپاره د ٣ ملياردو ٨ سوو مليونو ژن مين بی يوانو پانګی اچولی دی .

د اړوندو چانګو له خوا د برابری شوی احصائيی له مخی له دی نه وروسته چی د ايی چوانګ ولسوالی په ١٩٩٩ کال کی د ژيړ سيند په پاسنی او منځنی برخه کی د طبيعی ځنګلونو د ساتنی او مصنوعی ځنګلونو کرلو په هکله د نمونوی ولسوالی په توګه ګڼل شوی ده تر اوسه پوری د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنی دپاره د لسو زرو هکتارو په مساحت ايکولوژيکی سيمی جوړی شوی او په نوموړی ولسوالی کی ١٤ سيندونه ساتل شوی او د اوبو زيات بندرونه هم ښه ساتل شوی دی چی په دی اثر زيات مرغان راجلب شوی دی او په دی سيمه کی اوسږی .

اوس د چين د هه نان د ولايت د ايی چوانګ ولسوالی صنايعو ته انکشاف د ور کولوپه عين وخت کی د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنی دپاره لازيات کوشش نه کوی .