<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-04 18:34:36    
په يبجينګ کی د سبر د قديمی ونو په باب معلومات

cri

يبجينګ د چين په تاريخ کی د شپږو امپراطوری دورو پايتخت و او د بيجينګ ښار په زتاتو شاهی باغونو ، معبدونو او د مقبرو په شاوخوا کی د سبر جګی ونی ليدل کيږی، د امريکی پخوانی خارجه وزير کيسينجر د بيجنيګ د اسمانی معبد څخه د ليدنی په وخت کی وويل د اسمانی معبد ودانی ډير ښکلی دی ٠ مونږ توان لرو چی هم دغه ډول ودانی جوړی کړو، خو په اسمانی معبد کی د سبر جګی ونی چی څو سوه کاله د مخه کرل شوی وی ، نشو ترلاسه کړی٠ لکه يوه چينی اصطلاح وايی ښکلی باغ په اسانه جوړيدای شی، د لرغونو ونو ترلاسه کول مشکل کار دی٠ په بيجينګ کی د سبر زياتی قديمی ونی د چين د لوی ديوال او امپراطوری ماڼی په شان د چين خزانه ده٠ د احصايی له مخی په بيجينګ کی د سبر هغی ونی چی عمر يی له پنځو سوو کالو نه زيات دی، له پنځو زرو نه وتلی دی او د زياتو ونو په باب ښکلی قيصی او نومونه د خلکو په خولو کی دی٠ د جونګ شان پارک د جنوبی دروازی نه په بهر د سبر اوه قديمی ونی ولاړی دی چی تارک يی شل متره جګوالی لری او د څلورو ونو دايره شپږ مترو ته رسيږی٠ دلته يو زر کاله دمخه يو معبد و، نو ويل کيږی چی د دغو اوو ونو عمر له زرو کالو نه زيات دی٠ عجيبه خبره دا ده چی د معبد په ختيځ کی د يوی ونی په شکاف کی يوه چينی اقاقيا ولاړه ده چی دوی دواړو د درو سوو کالو دپاره يو ځای ژوند کړی دی ٠ په اسمانی معبد کی د سبر يوه ونه ولاړه ده چی د عجيبی ونی په نامه ياديږی ځکه چی د دی ونی وچه شوی تنه د څو الوتونکو ښامارانو غوندی ده، نو د نهو ښامارانو سبر په نامه ډير شهرت لری٠ دغه ونه چی

اتلس متره جګوالی لری او د تنی دايره يی دری اعشاريه اته متره دی ، په ١٤٢٠ کال

يعنی پنځه سوه يو اتيا کاله وړاندی کرل شويده٠

د بيجينګ د کنفوسيوس په معبد کی د سبر يوه لويه ونه ولاړ ده چی د خيانتکارانود نابودولو د سبر په نامه ياديږی ٠ د تاريخی سند له مخی دغه ونه اوه سوه کاله دمخه کرل شويده چی شل متره جګوالی لری او دايره يی پنځه اعشاريه دوه پنځه متره دی٠ د روايت له مخی څلور سوه اتيا کاله د مخه خيانتکار صدراعظم ين سون د امپراطور په نمايندګی کنفوسيوس ته د قربانی کولو دپاره نوموړی معبد ته لاړ او د دی ونی لاندی د تګ په وخت کی خولی يی د ښاخ له خوا زمکی ته ولويده٠ د خلکو په نظر د سبر ونه هم د خيانتکارانو څخه نفرت کوی٠ ورپسی يو بل خيانتکاردرباری خواجه چی وی جون سيان نوميده، يو وار سر يی د همدی ونی د يوه لويدلی لوی ښاخ له خوا ولګيده٠ د امپراطوری ماڼۍ په درباری باغ کی د سبر دوه ونی سره پيوند شوی او په يوه ونه بدلی شوی ، په لرغونی زمانه کی چينايانو دغه ډول ونی ته چی دوی ونی سره يو ځای شوی، د وفاداری مينی نشان بلل کيده ٠ په لرغونی معبد تان ځه سه چی د بيجينګ په لويديځ کی واقع دی او د بيجينګ په شاوخوا سيمه کی د بوديزم يو مقدس ځای دی ، د ديرشو مترو په جګوالی د سبر دوه ونی ولاړی دی چی زر کاله د مخه کرل شوی وی ، علاوه پر دی د بيجينګ په شمال کی د می يون ولسوالی د يوه معبد په وړاندی هم د سبر يوه قديمی ونه ولاړه ده چی جګوالی يی پنځه ويشت متره او يو زرو دری سوه کاله تاريخ لری، ويل کيږی چی دغه ونه په بيجينګ کی د سبر د نورو قديمی ونو نه لاهم لرغونه ده٠ دغه ونه اتلس لوی ښاخونه لری او د ونی دايره اوه نيم متره دی٠ په بيجينګ کی د سبر قديمی ونی

ډيری دی ، که څه هم څو سوه کاله تير شويدی، خو اوس لاهم ښاخونه او پاڼی يی ډيری زياتی دی٠ دوی ژوندی لرغونی اثار دی او د بيجينګ د لرغونی تاريخ د شاهدانو په حيث د لرغونی پاينخت د ځلانده کلتور يوه برخه هم ده٠