<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-04 18:49:50    
مبارکه شپه ( دوهمه برخه )

cri

څه جرم خو مو نه دى كړى اولدار صاحب، اخير د يوې كلمې ورونه ياستو، له تاسې سره دا خبره ښه نه لگي.

_ غلى شه! د مسلمان بچيه، ته مسلماني پيژنې؟ د جمعې دا مباركه شپه وگوره او ستاسې أ

ډمتوب وگوره، ټوله شپه دې په ډمتوب رڼه كړې ده په دې مرداره جوسه چې اوده شې نو څنگه به د جمعې مونځ ته پاڅيږې، ته لا د مسلمانۍ خبرې كوې.

د جمعې مونځ پورې خو ډير وخت دى اولدار صاحب، ولې به نه پاچيږو او كه رانه پاتې شو، نو خداى به مو پرې نيسي.

_ ډير دليلونه مه وايه، ته دې خوا شه، دا سر دې څنكه په ځاى نه ودريږي، لكه چې ټوله شپه دې د چرسو په زور بدلې ويلي دي. پټيبنده، ته دا ولټوه چې چرس خو به ورسره نه وي؟!

_ ولټوئ صاحبه، چرسي نه يم، خو لږ شان بې خوبه شوى يم.

پټيبند ورته وويل:

چرس ورسره نه شته اولدار صاحب، خو دوه شنه شنه لوټونه ورسره دي.

_ صرف دوه لوټونه نورې پيسې يې څه كړې، دې چوكره گانو سره خو به يې نه وي سمبال كړي؟ دا چوكره گان هم ولټوه.

ما ورته وويل:

_ نورې پيسې خو چا را نه كړې صاحبه، د واده شپه نه وه هسې پروگرام ته تللي وو.

_ زه خو په ځاى وايم چې هسې دله توب پسې راوتي استئ. مخکې خو مې درباندې شك كړى و خو اوس په يقين بدل شو، په تاسې باندې د فحاشئ پرچه كټ كوم چې درې څلور مياشتې په جيل كې تيرې كړئ، ايله به موعقلونه سرونو ته درشي.

_ د خداى خاطر وكړه اولدار صاحب، د ناحقو دعوې راباندې مه جوړوه. موږ غريب خلك يوو، له مزدورئ پسې راوتي يوو.

_ زه به تاسې ته دا مزدوري وښيم. ډمان چې پروگرامونو ته ځي، نو په زرگونو روپۍ له ځانه سره راوړي. تاسې سره خو همدا دوه لوټونه دي، چې ستاسې په دله توب دلالت كوي. نورې پيسې مو څه كړې؟ شابه وښايه كه نه تاڼې ته نږدې شوي يوواو چې يو ځل م تاڼې ته حواله كړئ، بيا نو زما له لاسه هيڅ نه كيږي، سيوا له دې نه چې پرچه درباندې كټ كړم. او دا دوه لوټونه بيا تاسې په تاڼه كې نه شي خلاصولى.

_ د خداى خاطر وكړه اولدار صاحب، موږڅه گناه كړې ده، چې هغه غر او دغه غر را ته ولې، سمه خبره وكړه.

_ په سمه خبره تاسې پوهيږئ؟

- سمه خبره نو څنګه وي، كه دې لوټونو ته مو سترگې نيولي وي، نو دا درواخلئ او موږ پريږدئ چې په خپله مخه لاړ شوو.

_ پټيبنده، سړى خو لارې ته راغى. څنګه دې خوښه ده، كه تاڼې ته يې حواله كوو، نو د خداى مسكينان دي، ډير به په عذاب شي.

يره اولدار صاحب، زه خووايم چې دا لوټونه به ترينه په دې خاطر واخلو چې بيا په دې مباركه شپه ډمتوب ته زړه ښه نه كړي.