د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه د دسمبر په څلورمه نيټه د چين د بهرنيو چارو د مرستيال وو دای وی سره کتنه وکړه. ظاهر وويل چه افغانان د چين له خلکو سره ډېره مينه لری او چين د افغانستان د ښه ګاونډی او دوستی په توګه بلل ګڼی. وو دای وی وويل چه چين او افغانستان ښه او عنعنوی ګاونډيان دی. سږ کال د چين او افغانستان تر منځ د روابطو د قايمېدو پنځوسمه کاليزه ونمانځل شوه او د چين حکومت او خلک د دواړو هېوادونو روابطو ته په درنه سترګه ګوری او غواړی د دواړو هېوادونو عنعنوی دوستی رانژدی او د متقابلو ګټو پر بنا د دواړو هېوادونو همکاری پياوړی کړی.
|