د سين هوااژانس د خبر له مخی : د يمن جمهوررئيس علی عبدالله صالح د پاکستان د جمهوررئيس پرويز مشرف سره چه يمن ته د سفر لپاره تللی ، د ديسمبر په څلورمه نيټه ماښام خبری اتری وکړی او د اسلامی هيوادونو د ځانګړی سرمشريزی غونډی په هکله ئی بيړنی سلامشوری وکړې ٠
د مطبوعاتی ذرايعو د خبر له مخی دواړو خواوو دا نظر څرګند کړ چه په دغی سرمشريزی غونډی کی بايد په سياسی او اقتصادی ساحو کی د اسلامی هيوادونو چلنج ته پام واړول شي او د منځنی ختيځ مسئلی په تيره بيا د عراق ، فلسطين او افغانستان مسئلی دي د نوموړی غونډی په مباحثوی موضوعاتو کی وشميرل شي ٠