<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-05 15:13:25    
د تانګ که په نامه د تبتي نقاش تستن نامجيا په باب معلومات

cri

د تبت خودمختاره سيمه د چين په جنوب لوېديځ کی پرته ده او د اوږدې مودې لپاره د خپلو ځانګړو طبيعي منظرو او هنر په درلودلو سره د بيلا بيلو هېوادونو سياحان راجلبوی . د تانګ که په نامه تبتي تصويرونه د تبت خاص هنري اثار دي . نوموړي تصويرونه د تبت د قوم د کلتوري خصوصيت څرګندوي دی او محتويات يي بيلا بيل دی. د سياحانو په نظر، دغه تصويرونه د يادونی وړ شيان ښې تحفې دی . د لاسا ښار د با جياو په نامه د لارې په غاړه چه پکی د توريستی شيانو ډېرې مغازې پرتې دی، د تانګ که يوه مغازه هم شته چه خاوند يی د تستن نامجيا په نامه تبتی دی.

څلويښت کلن تستن نامجيا د تبت د خودمختاری سيمی د مرکز لا سا ته نژدی د يوه بزګر په کور کی وزېږېد. د هلکتوب له مودې نه راهيسی يی له نقاشۍ کولو سره ډېره مينه درلوده او کله چه نولس کلن و، له يوه ښوونکی څخه يی د تانګ که نقاشی په زده کړه پيل وکړ . د ښوونکی د لارښوونې له لارې دده مهارت لوړ شو . په ١٩٩٢ او ١٩٩٤ کال کی تستن نامجيا دوه ځله د نيپال په بلنه د هغه هيواد په معبدونو کی د نقاشي کولو کار تر سره کړ او په هغه وخت کی يی دا وليدل چه د نيپال په ډېرو توريستی ځايونو کی د تانګ که نقاشي مغازې شته او د سيلانيانو هر کلی يی تر لاسه کړ . په ١٩٩٦ کال کی هغه په لا سا کی دتانګ که نقاشی يوه مغازه جوړه کړه .

تستن نامجيا وويل چه په هغه وخت کی په لا سا کی د تانګ که نقاشی مغازه نه وه . نو فکر مي وکړ چه د با جياو د لارې په غاړه کی داسي مغازه جوړه کړم

څو چه سياحان د تبتي تانګ که په باب ډېر زيات معلومات ترلاسه کړی او له دې نقاشۍ سره نوره هم مينه ولری. د دې مغازې د جوړېدو نه وروسته ډېرو سيلانيانو ما ته وويل چه ډير خوشحاله يو چه نن د لومړی ځل لپاره د تانګ که نقاشی له نژدې ګورو

اوس نه کاله تير شويدی او د با جيا د لارې په غاړوکی د تانګ که دېرش مغازې شته . د نورو مغازو په نسبت ، د تستن نامجيا مغازه خپل خصوصيت لری. د ده په مغأزه کی نه يوازی تانګ که خرڅيږي ، بلکی د تانګ که کښلو د زده کړی لپاره زده کوونکی منل کيږی. تستن نامجيا شپږ تنه امريکايي او جاپاني زده کوونکی لري او د هيواد د هيواد د بيلا بيلو ځايونو څخه راغلي زده کوونکو يی ډير دی. تستن نامجيا وويل چه څوک چه د تانګ که د کښلو سره علاقه لری، له هغه څخه ښه زده کړه کولای شی او ددوي د زده کړې لګښت ټول وړيا دی.

د تانګ که د کښلو کار ډير مشکل او ګران دی او د يوه نقاشی د کښلو بهير تقريبا په نهو مرحلو ويشل کيږی. د تسن نامجيا په مغازه کی کښل شوي تانګ که ډېر ښکلي دی نو زيات اخيستونکي راجلبوي او راجلب يي کړيدي .

اوس شتمن شوی تستن نامجيا څو څو ځله د خيريه چارو ملاتړ کوی او په خپل ټاټوبي کي د پلونو او لارو د جوړولو او د بي وزلو ماشومانو د زده کړي دپاره يي زياتې پيسې بسپنې کړيدي . که کوم سياح فرصت تر لاسه کړي ، حتما به تبت ته لاړ شي او د تستن نامجيا مغازه به وګوري او تانګ که به واخلي .