
ګرانو اوريدونکو ،افغان اوريدونکی حضرت ولی منګل په خپل ليک کی دا هيله څرګنده کړی ده چه زمونږ په خپرونه کی د تي وی په باب څه معلومات واوری . د پروګرام په دی برخه کی به په دی هکله اړوند معلومات تاسو ته وړاندی کړو .
د تيلويزيون اخزی څه وخت اختراع شوی او څوک د تيلويزيون د پلار په توګه بلل کيږی ؟ چه دا موضوع تر اوسه پوری لا متنازع فيه مسئله هم ده . د ١٩٩١ کال په پای کی يوه مشهور لرغون پيژندونکی پوه له هغه نوی کيندل شوی پخوانی مقبری څخه چه د مصرد نيل سيند په غاړه کی واقع دی ، د تيلويزيون يو پوره مکمله رنګه أخذه کشف کړه چه محرکه قوه يی د لمر انرژی وه . دغه رنګه تيلويزيون ډير مضبوط او بهرنی شکل ښکلی دی . د علمی تشخيص له مخی دا أله د څلوره زره دوو سوه کاله دمخه جوړه شوی وه . دغه تيلويزيون له کوم ځای نه راغلی ؟ چه د نړيوالو لپاره تر اوسه پوری لا هم يوه معما ده .
تيلويزيون په شلمه پيړۍ کی له ډيرو سترو اختراعاتو څخه ګڼل کيږی . په نننی ټولنه کی که چيری تيلويزيون موجود نه وی چه د نړيوالو لپاره له عقل نه بهر خبره ده . د نولسمی پيړی په وخت کی نړيوالو د هغی طريقی د پيداکولو لپاره په اړوندې څيړنی او لټونی پيل وکړ کوم چه تصويرونه په الکترونيکی علامې بدليږی . په ١٩٩٠ کال کی د ( تيلويزيون ) کلمه رامنځ ته شوه . ( تيل ) او ( ويزيون )
په جلا جلا توګه د ليری ځای او ليدونکو شيانو په معنی راځی . په بل عبارت ( تيلويزيون ) له ليری ځای نه د غږونو او تصويرونو د خپرولو لپاره يوه اله ده . د تيلويزيون د اخذې اختراع او جوړونه د څو تنو اړوندو شخصيتونو او عالمانو لخوا د زياتو کلونو د څيړنو او هلوځلو نه وروسته سرته ورسيده او نه د کوم يو تن شخصيت بری ګڼل کيږی . د تيلويزيون راپيدايښت د مکانيکی تيلويزيون ، الکترونيکی تيلويزيون ، رنګه تيلويزيون او راډيويی تيلويزيون په شمول څلورو انکشافی مرحلو کی سرته رسيدلی دی .
لومړی د مکانيکی تيلويزيون په وخت کی د تيلويزيون د لومړنيو أخذو محرکه قوه د وړوکو موتورونو په وسيله ترسره شوی ، نه د الکترون په وسيله . په هغه وخت کی په أخذه کی د ښودل شويو تصويرونو کچه يوازی د يوه کارت له نيمی برخی سره برابره وه او رنګ يی نارنجی ؤ ، نه توراوسپين . که څه هم تصويرونه يی صاف نه ښکاريدل ، خو په هغه وخت کی دغه برياليتوب د خلکو د ډير تشويق او ترغيب احساس راسمبال کړل .
له ١٩٠٧کال نه نيولی تر ١٩١٠کاله پوری بوريس روسينګ او دده شاګرد ولاديمير زوريکين د ازموينو نه وروسته په ترانسميترلرونکی دستګاه کی د هندارې په څير د سکاينينګ د هغی دستګاه چه د چټک دورانی حرکت لرونکی وه ، او په اخذه کی د وړانګود منفی قطب لامپ د استعمال په شمول د تيلويزيون سيستم يی ثابت کړی و . عمومأ د بت هغه تصوير چه د ١٩٢٥کال د اکتوبر په دوهمه نيټه د سکات لينډی جون لوجی بايرډ لخوا د لندن په يوه ازموينه کی د سکاينينګ له لاری و ښودل شو ، د تيلويزيون د رامنځ ته کيدو د نښی په توګه بلل کيږی او ښاغلی جون لوجی بايرډ د تيلويزيون د پلار شهرت وموند . د ١٩٣٩کال د اپريل
په ديرشمه نيټه د نړۍ د تيلويزيون لومړنی أخذه د نيويارک په نړيوال نندارتون کی نندارچيانو ته وړاندی شوه .
د الکترونيکی تيلويزيون دوره د امريکی د عالم ولاديمير زوريکين لخوا پرانستله شوه ، په ١٩٢٤ کال کی د الکترونيکی تيلويزيون
نمونه چه د هغه لخوا څيړل شوی وه ، منځ ته راغله . د افسوس وړ خبره خو دا وه چه تصويرونه يی ډير تياره ښکاريدل او تقريبأ له توراو سيوری سره يی توپير نه درلود . بالاخره په ١٩٣١ کال کی زوريکين په بريالی ډول د تيلويزيونی کامرې تيوب جوړ کړ .
په تيلويزيون کی د الکترونيکی تخنيکونو د استعمال تر څنګ تيلويزيون له لابراتوار نه د نړيوالو ژوندانه ته په داخليدو پيل وکړ او اوس تيلويزيون د انفورميشن د خپريدو وسيله ګرځيدلی ده .
د١٩٥٨ کال د مارچ اوه لسمه نيټه د چين د تيلويزيونی چارو په تاريخ کی د يادونی وړ ورځ وه . ځکه چه په دی بختوره ورځ کی د چين د تيلويزيون لومړنی أخذې چه د چين لخوا پخپله ډيزاينه او جوړه شوه ، په بريالی توګه په بيجينګ کی ازموينه ترسره کړه .
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس د تيلويزيون د اختراع په باب څه معلومات واوريدل .