<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-05 16:50:24    
د تاليمو د نفتی څاه ګانو د کيندلو په بهير کی د ايکلوژيکی چاپيريال ساتنه د توجه وړ ده

cri

ګرانو اوريدونکو ،د چين د اقتصاد په نننی پروګرام کی به د تاليمو د نفتی څاه ګانو د کيندلو په بهير کی د ايکلوژيکی چاپيريال د ساتنی په باب معلومات تاسو ته وړاندی کړو.

د تاليمو مځکنی کاسه د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خودمختاری سيمی کی واقع ده او مساحت يی ٥ سوه شپږ زره مربع کيلومتره دی او په چين کی لومړی لويه کاسه ده چی پکی نفت ډير موجود دی .په نوموړی کاسی کی د نفتو د ذخيری اندازه ١٢ ملياردو ٣ سوو څلوويښت مليونو ټنو ته رسيږی .د لسګونو کلونو د سروی او کيندلو نه وروسته د تاليمو په کاسی کی ٨ نفتی اډی جوړی شوی دی چی پکی د اومو نفتو او د طبيعی ګازو کلنی توليدی اندازه په جلا جلا توګه ٥ مليونو ٥ سوو زرو ټنو او ٦ ملياردو ٣ مليونو مکعب مترو ته رسيږی .

د تاليمو دنفتی څاه ګانو د کيندلو په بهير کی کارکوونکو د تل دپاره د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنی ته ډيره پاملرنه اړولی ده .د تاليمو د نفتی سيمی د کمپنۍ د عمومی مدير مرستيال جو شن يوان وويل چی (اواز....................)د تاليمو کاسه د صحرا ،شينيليو او غرنی سيمو څخه جوړه شوی سيمه ده او پکی ايکولوژيکی چاپيريال ضعيف دی.نو د نفتی څاګانو د کيندلو له پيل نه مونږ هغه هدف تر لاسه لاندی نيولی چی د نوموړی کاسی د سمسورتيا او د ښه ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنی دپاره ګټور تماميږی .

د نوموړی هدف د تر سره کولو دپاره د تاليمو د نفتی څاګانو کمپنۍ د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنی سيستم بشپړ او مخصوصه موسسه يی جوړه کړی ده او په

عين وخت کی يی د توليدولو په بهير کی د ککړتيا د مخنيوی دپاره تدبيرونه نيولی دی .

د نفتی څاګانو د کيندلو له پيل نه کارکوونکو د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنی ته پاملرنه واړوله چی په دی اثر ککړتيا کمه شوه او په موثره توګه منابع استعمال شوی .جو شن يوان زياته کړه چی (اواز...................) د نوموړو نفتی څاګانو د کيندلو په بهير کی فاضله اوبه رامنځته شوی دی مګر مونږ د فاضلو اوبو د پاکولو دپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دی چی په دی اثر نوموړی اوبه د صنعتی اوبو د خوشی کيدو په هکله د معيار سره سمون خوری او په عين وخت کی يی د طبيعی ګاز په اړه زياتی پروژی جوړی کړی او طبيعی ګاز په ښه توګه تر استعمال او ګټی اخيستی لاندی راغلی دی .

د تاليمو د کاسی د سمسورتيا په هکله د هدف د تر سره کولو دپاره د نفتی څاګانو کارکوونکو د سری کولو له پيل نه د نفتی څاګانو په شاوخواوو سيمو کی ونی کينولی دی او چاپيريال ته يی ښکلا ور بښلی ده او د دغه بهير څخه يی په صحرا کی د ونو کينولو تجربه تر لاسه کړی ده .ښاغلی جو شن يوان وويل (اواز.....................)د لسګونو کلونود څيړنی وروسته مونږ هغه تخنيکونه په خپل کړل چی په وچ چاپيريال کی د مالګيو اوبو څخه په استفادی سره ونی وده وکړی او ځنګلونه رامنځته شی .تر اوسه پوری د نفتی څاګانو په نژديو سيمو کی د شنی سيمی يو زرو دری سوو څلوويښتو هکتارو ته رسيدلی دی .د ٢٠٠٣ کال له پيل نه

مونږ داسی شنی سيمی جوړی کړی چی مساحت يی دری زره هکتارو ته رسيږی او پکی يی بيلا بيل ونی ايښی دی او ارزښت يی ٢٠٠ مليونه ژن مين بی يوانه رسيږی .

حکومت او متخصيصانو د تاليمو د نفتی څاګانو د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنی

د کارونو څخه لوړه قدردانی وکړه .په ٢٠٠٠ کال کی د تاليمو د نفتی سيمی کمپنۍ د دولتی پروژو د جوړولو په بهير کی د يکولوژيکی چاپيريال د ساتنی په هکله د يوی قوی موسسی په توګه ګڼل کيږی او زياتی جايزی يی تر لاسه کړی دی .

ګرانو اوريدونکو ،زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد.خوشحاله اوسی .