د سين هوااژانس د خبر له مخی : د افغانستان خارجه وزير عبدالله عبدالله د دسمبر په پنځمه نيټه په کابل کی د خپل هيواد د بيا جوړيدو په بهير کی د چين د سترو خدمتونو ستاينه وکړه ٠
نوموړی وزير په همدی ورځ د سيمه ايزی اقتصادی همکارۍ د غونډی د پای ته رسيدو نه وروسته په مطبوعاتی غونډه کی وويل چه په تيرو څو کلونو کی چين د اقتصاد ، تعليم او روغتيا په ساحو کی د افغانستان د بيا أبادی په بهير کی ستر خدمتونه تر سره کړی ، د افغانستان او چين تر منځ د اقتصادی همکارۍ روابط لرغونی تاريخ لری او د همکارۍ ساحې پراخی دی ، دواړه خواوی به په بيلا بيلو ساحو کی خپل منځی همکارۍ ته دوام ورکړي ٠