د سين هوااژانس د خبر له مخی : د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د انتظامی کميټی په اړه د کلتوری فعاليتونو د څانګی مرستيال جانګ مينګ د روانی مياشتی په شپږمه نيټه سهار په بيجينګ کی وويل چه د بيجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو د معشل د تسليميدو تګلاره به د ٢٠٠٧ کال د جنوری يا فبروری په مياشت کی په رسمی توګه اعلان شي ٠
هغه وويل چه نوموړی کميټی د اولمپيک د معشل د تسليميدو د تګلارې د ټاکلو ابتدائی لايحه جوړه کړيده ، خو د اړوندو ښارونو منلو ته اړتيا لری ٠
نوموړی کميټی په همدی ورځ هم اعلان وکړ چه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو د معشل د ډيزاين د لايحو د راغونډولو کار پيل شويدی ٠